سوداگري

زرګونه کرنیزې سړخونې ګټې اخیستنې ته چمتو شوي ـ اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۰)

په سل ورځو او سل زیري پروګرام کې د ولسمشر اشرف غني لخوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لس زره ۸۸۵ د صفر انرژۍ کرنیزې سړخونې ګټې اخیستني ته وسپارل شوې.

ولسمشر ويلي؛ افغانستان اوس هم  د هغو توکو د لوړې کچې واردات لري، چې افغانستان يي پخپله د صادارتو له وړتیا پوره برخمن دی.

ولسمشر غني  وایي، چې افغانستان باید ټولې نړۍ ته کرنیز محصولات صادرکړي.

نوموړي د کرنې وزرات ته لار ښوونه کړې، چې د اوبو د مدیریت، له بزګرو سره د نږدې همکارۍ او د معیاري کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره باید همغږي ډېره او اړینه شي.

د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې؛ اوس هم په هېواد کې د کرنې معیاري کېدو لپاره کار ندی شوی او خصوصي سکتور باید د کرنې په سکتور کې له حکومت سره ګډه پانګونه وکړي. 

اشرف غني وایي: افغانستان د ټولې نړي مارکیټونو ته د کرنیزو توکو د صادرتو وړتیا لري؛ خصوصي سکتور او حکومت باید پدې برخه کې ګډه پانګونه تر سره کړي، چې د محصولاتو صادرات ډېر او معیاري تړل د تر سره شي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت مسوولینو په ډاګه کړې، چې تېر کال يي د کرنیزو توکو د محصولاتو د پروسس او وچولو لپاره بېلابېلې پېنځلس زره سړخونې جوړې کړي، چې د بزګرو پر ورځني ژوند يي مثبتې اغېز کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري ویلي؛ مونږ د هېواد په ۱۵ ولایتو کې د ۲۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پروسس او تړلو جوړې کړي او کوشش کوو، چې دا بهیر نور هم پراخه او روان وساتو.

اقتصادي کارپوهان وايي، که د کرنې وزارت وتوانیږي د هېواد کرنیز نظام له دودیز کرنیز حالته را وګرځوي؛ افغانستان به د سیمې هېوادونو په کچه د کرنیزو محصولاتو ستر صادرونکي وي.

Trending

Exit mobile version