تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد د سیاسي جوړجاړي لپاره دوحې او سیمې ته سفر پیل کړی

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۰, ۱۴۰۰

د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد دوحې او د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړ، چې د حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي جوړ جاړی رامنځته کړي.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوږدې مودې جګړې پای ته رسیدل یوازنی حل دی.

 

خلیلزاد دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ښکېلتیا پای ته رسېدلې؛ خو له افغانستان سره مو ژمنتیا داسې نده.

نوموړي څرګنده کړې؛ مونږ له ټولو افغان ګوندونو، سیمه ییزو او نړیوالو ونډوالو سره کار کوو او هڅه به وکړو، چې د ښکېلو خواوو روانې جګړې ته د پای لار ومومو او د افغانستان امنیت، یووالي، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او د افغانانو کړاوونه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیلزاد به له ټولو خواوو او د سیمې او نړیوالو ونډوالو سره کار وکړي، چې د سیاسي جوړجاړي په اړه اجماع نوره هم پراخه کړي.

د سرچینې په اعلامیه کې راغلي: هرڅومره ژر، چې دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې هوکړې ته ورسیږي؛ هومره ژر به افغانستان او سیمه د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او پراختیا په ګډون د سولې له ګټې برخمن شي.

د اعلامیې په پای کې راغلي، چې زلمی خلیلزاد به د ازبکستان د حکومت په کوربتوب د سیمه ییزو اړیکو په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد به د دې سفر په بهیرکې د ازبکستان، پاکستان او قطر هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې او بحثونه وکړي.

د زلمي خلیلزاد اوسنی سفر په داسې وخت کې پیل شوی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا خلکو ته په خطاب کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې امریکا به د اګست میاشتې تر پایه خپل نظامي حضور پای ته رسوي او له دې وروسته به د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره مرستې په سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو تر سره کیږي.

Trending

Exit mobile version