تازه خبرونه

زه به په خپل سفر کې د اسلامي امارت له مشر سره ووینم – مولانا فضل الرحمن

Published

on

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، افغانستان ته به د خپل سفر پر وخت د اسلامي امارت له مشر مولوي هبة‌الله اخوندزاده سره ووینم.

نوموړي له مشال راډيو سره په مرکه کې ویلي، چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو هڅې وکړي.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر ویلي، چې دی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې: دا سفر د جمعیت علمای اسلام پاکستان د ګوند نه‌دی؛ مونږ باید د پاکستان او افغانستان ګټو ته پام راواړوو. په دې اړه مې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د ټول حکومت له چارواکو سره اړیکې نیولي دي او راته یې د پاکستان دریځ او غوښتنې پوره روښانه کړې دي.

مولانا فضل الرحمن که څه هم خپل سفر مهم بولي؛ خو ټینګار کوي، چې د اړیکو ښه کېدا او د ترینګلتیا مخنیوی د دواړو هېوادونو له ارادې سره تړلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت منلې، چې مولانا فضل الرحمن ته یې د سفر بلنه ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version