نړۍ
زیلینسکي د اوکراین ملي امنیت مشر او لوی څارنوال له دندې ګوښه کړل
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر یوه فرمان د ملي امنیت مشر او لوی څارنووال له دندې ګوښه کړل او وایي، چې د دوی څه باندې ۶۰ کارکوونکي په د روسیې تر څارنې لاندې سیمو کې د اوکراین پر ضد هڅې کوي.
زیلینسکي د شپې ناوخته په خپله ویډیو کې څرګندوي: نن ما پرېکړه وکړه، چې د ملي امنیت مشر ایوان باکانوف او د اوکراین د لویې څارنوالۍ مشره ایرینا ویندیکتوف لرې او ګوښه کړم.
هغه زیاته کړې: تر نن ورځې پورې له روسیې سره د امنیتي ادارو او امنیتي بنسټونو د کارکوونکیو د خیانت او همکارۍ په اړه ۶۵۱ جنایي قضیې ثبت شوې دي. په ځانګړي توګه، د لویې څارنوالۍ او د اوکراین د ملي امنیت له ۶۰ ډېر کارکوونکي په د روسیې تر څارنې لاندې سیمو کې پاتې دي او زمونږ د هېواد پر ضد هڅې ترسره کوي.
هغه ټینګار کړی، چې دې جرمونو د دغو بنسټونو د مشرانو په اړه خورا جدي پوښتنې راپورته کړي او او هره پوښتنه به خپل مناسب ځواب ترلاسه کړي.
زیلینسکي یادونه کوي او وایي، چې: په ملي امنیت او قانون پلي کوونکیو ادارو کې به د هر چارواکي پر کړنې ځانګړې بیاکتنه او ارزونه وشي.
