نړۍ

زیلینسکي له بایدن سره د لیدنې لپاره سپینې ماڼۍ ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۴۰۱)

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ته رسېدلی، چې د امریکا له ولسمشر جوبایدن او نورو لوړ پوړیو امریکایي چارواکو سره به پر یو لړ ستراتیژیکو همکاریو خبرې وکړي.

د انادولو خبري سرچینې څرګنده کړې؛ بایدن د سپینې ماڼۍ په سویلي چمن کې له زیلینسکي هرکلی کړی او مخکې له دې، چې د خبرو اترو لپاره د تړلیو دروازو تر شا ولاړ شي؛ د ګډو انځورونو یوه لنډه ناسته ترسره کړې ده.

د اوکراین ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکايي سیال سره په کتنه کې بایدن ته له اوکراینه د واشنګتن د پوځي ملاتړ له کبله د درناوي پوځي مډال ورکړ او څرګندوي، چې اوکرایني سرتېرو تاسې ته دا افتخاري مدال وړاندې کړی دی.

بایډن د اوکرایني سرتېرو د مدال په اړه ویلي: که څه هم زه د دې مدال مستحق نه یم؛ خو زه له تاسې ډېره مننه کوم.

حکومتي سرچینو ویلي؛ د غونډې په بهیر کې به بایدن او زیلینسکي پر روانې جګړې،  ژورو ستراتیژیکو موخو، د سرتېرو د وړتیاوو او روزنې او همدارنګه اقتصاد او انرژۍ خبرې وکړي.

دغه راز د بایدن ادارې د چارشنبې پر ورځ د یو اعشاریه ۸۵ میلیارد دالرو پر ارزښت د نوې پوځې  مرستې د یوې برخې په توګه اوکراین ته د پاتریوت دفاعي سیستم لومړی لیږد اعلان کړ.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې په دې بسته کې د برید پراخه ظرفیتونه، اضافي مهمات او نور مهم تجهیزات شامل دي، چې اوکراین یې د جګړې په ډګر کې د دفاع لپاره کاروي.

امریکا به له اوکراین سره د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راپدیخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیارد دالره مرسته بشپړه کړي.

بلینکن زیاته کړې د پاتریوت سیستم د کروز توغندیو، لنډ واټن بالیسټیک توغندیو او جنګي الوتکو د مخنیوي وړتیا لري، چې د پخوا پر پرتله د پام وړ لوړ حد کې چمتو شوي هوایی دفاعي سیستمونه دی.

کرملین د تېرې پنجشنبې پر ورځ اوکراین ته د دې سیستم د ورکولو په اړه واشنګتن ته خبرداری ورکړی و، چې هر ډول مرسته به واشنګتن ته خطر رامنځته کړي.

د یادونې ده، چې له روسیې سره له ۱۰ میاشتنۍ جګړې راپدیخوا امریکا ته دا د زیلینسکي لومړنی سفر دی.

Trending

Exit mobile version