ساینس او ​​ټیکنالوژي

ساینس پوهانو په برازیل کې د دیناسور د پښو نښې وپېژندلې

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۸, ۱۴۰۲

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې: د برازیل د جیولوژۍ اندتون( انستیتیوت ) یو ګړندی څاروی، چې د کرتاسه د پېر په لومړیو کې یې صحرايي ژوند درلود؛ د دیناسورانو د نوې بڼې په توګه معرفي کړی دی.

ساینس پوهانو د دیناسور د پښو د نښو د پاتې شوي فوسیل له معاینه کولو وروسته د دیناسور دا نوې بڼه کشف او راپېژندلې ده. د برازیل په اراراکورا ښار کې د دیناسور د موندل شوي فوسیل د پښو نښو له څېړنو ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي، چې د دیناسور د پښو دا نښې تر دې دمه د موندل شویو او کشف شویو نښو په څېر نه‌دي.

ساینس پوهانو دا د پښو نښې د یو نوي ډول دیناسور په توګه وپېژندلې، چې تر دې دمه ناڅرګند پاتې و. دوی دا دیناسور فارلوایچنوس (Pharlevichnus ) نومولی دی.

د دې پښو فوسیل په برازیل کې ایتالوي پادري او دیناسور څېړونکي کشف کړ. هغه دا فوسیل په ۱۹۸۴ ز. کال کې د ځمکپوهنې موزیم ته ډالۍ کړ. له هغه وخت راپدیخوا ساینس پوهانو د دې فوسیل په اړه څېړنې کولې.

اوس دوی دې پایلې ته ورسیدل، چې دې دیناسور په دښته کې ژوند کاوه؛ غوښه خوړونکی، ډېر ګړندی، د کوچني بدن لرونکی او له ۶۰ څخه تر ۹۰ سانتي مترو لوړ و، چې له ۱۰۰ څخه تر ۱۴۵ میلیون کاله مخکې یې په کرتاسه پېر کې ژوند کاوه.

Trending

Exit mobile version