تازه خبرونه

سبا په کابل کې د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږي

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د دې درې اړخیزې غونډې کوربتوب کوي؛ د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران کابل ته د هېواد د راتلونکې اقتصادي او امنیتي اړیکو د ارزونې لپاره رابلل شوي دي.

Published

on

د پاکستان “نیشن” ورځپاڼې راپور ورکړی، چې سبا( چارشنبه د زمري نهه‌ویشتمه) په کابل کې پاکستان، افغانستان او چین د ترهګرۍ پر ضد پر همکارۍ، مخابراتو، سولې، پرمختیا او سوداګرۍ درې اړخیزې خبرې کوي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د دې درې اړخیزې غونډې کوربتوب کوي؛ د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران کابل ته د هېواد د راتلونکې اقتصادي او امنیتي اړیکو د ارزونې لپاره رابلل شوي دي.

د راپور له مخې؛ د دې یوې ورځنۍ غونډې په بهیر کې به د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختیا پر اړوند ټولو مسلو بحث او خبرې وشي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به له خپلو لوړ پوړیو چارواکو سره په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د دغو درې بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وروستۍ درې اړخیزه غونډه د روان کال د می پر یوویشتمه په بیجینګ کې ترسره شوې وه.

سبا په کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته هوکړه شوي اړین پرمختګونه وارزوي. د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) د پراختیا او غځولو، سولې، امنیت او پرمختیا او همدارنګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو اړوند مسایل به د غونډې له اصلي موضوعاتو څخه وي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به د افغانستان د اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې؛ د کابل له غونډې وروسته به د چین بهرنیو چارو وزیر د زمري پر یوویشتمه ماښام مهال اسلام‌آباد ته ولاړ شي، چې د زمري پر یوویشتمه د پاکستان پر کوربتوب د پاکستان-چین په کلنيو سټراټیژیکو خبرو کې برخه واخلي.

Trending

Exit mobile version