تازه خبرونه

ستر جنرال دوستم د افغانستان درېیم مارشال شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان کې د ولسمشر پخواني مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه وړاندې کړې ده.

د ولسمشر د پخواني مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج آریانا نیوز ته منلې، چې د ولسمشرۍ دغه فرمان د روان کال د غبرګولي پر ۲۱ د ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې د عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله د سیاسي هوکړې له مخې صادر شوی دی.

د مارشالۍ رتبه په اردو کې ترټولو لوړ مقام دی.

د دغې سیاسي هوکړې له مخې؛ دوستم د دولت د عالی شورا او امنیت شورا له غړیتوبه هم برخمن کیږي.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي: د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ فقرې له مخې د مارشالۍ رتبه د هېواد دې سیاسي شخصیت ته د ده د خدمتونو په ویاړ، چې په سیاسي بندون او هېوادني ثبات کې یې تر سره کړی؛ وړاندې کیږي.

دوستم د افغانستان په تاریخ کې له شاه ولي خان او محمد قسیم فهیم وروسته د هېواد درېیم مارشال دی، چې د مارشالۍ ویاړ یې ترلاسه کړی دی.

Trending

Exit mobile version