Connect with us

تازه خبرونه

سراج الدین حقاني په کابل کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې نن (یکشنبه) خپره شوې؛ دا غونډه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځمې غونډې د پایلې په توګه، د دوی د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی او همدارنګه د درې‌واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۲۲, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني په کابل کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې نن (یکشنبه) خپره شوې؛ دا غونډه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځمې غونډې د پایلې په توګه، د دوی د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی او همدارنګه د درې‌واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې سراج الدین حقاني د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د متقابل درناوي پر بنسټ په سیاسي او اقتصادي برخو کې د سیمه‌ییزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کوي.

د چین او پاکستان ځانګړو استازو په داسې حال کې، چې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپلې ژمنې بیا تازه کړې؛ هوکړه وکړه، چې د درې‌واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به هم په کابل کې ترسره شي.

تازه خبرونه

د عرفې او اختر په ورځو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۲۰۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د دې ریاست د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په دې پېښو کې د ۳۱ نرینه‌وو، ۲ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او د ۱۲۳ نرینه‌وو، ۱۱ ښځو او ۲۴ ماشومانو په ګډون ۱۵۸ نور ټپیان دي.  

Published

on

د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست څرګنده کړې، چې له جمعې څخه تر سې‌شنبې پورې (د عرفې او لوی اختر  رخصتۍ ) په ټول هېواد کې ۱۱۷ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.

د دې ریاست د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په دې پېښو کې د ۳۱ نرینه‌وو، ۲ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او د ۱۲۳ نرینه‌وو، ۱۱ ښځو او ۲۴ ماشومانو په ګډون ۱۵۸ نور ټپیان دي.  

د ټرافیکو عمومي ریاست دا پېښې بې پروا موټر چلوونکو ته منسوب کړې او له خلکو یې وغوښتل، چې د ټرافیکو قوانین او مقررات مراعات کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په هند کې د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله خواشیني څرګنده کړه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هند د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو او هند حکومت سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوي.”

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د هند د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله، چې په کې ګڼ شمېر کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ؛ د هند له حکومت او خلکو سره خبله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هند د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو او هند حکومت سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوي.”

ویل کېږي، چې د ایر انډیا الوتکې  ۲۴۲ مسافر لرل او د احمدآباد له هوايي ډګر څخه له الوتنې لږ وروسته راوغورځېده. په دې پېښه کې له ۲۹۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د حقآبې یوه برخه هېواد ته د لېږدېدا په حال کې ده – ایران

ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.

Published

on

د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني ويلي، چې د افغانستان له هیرمند سیند څخه هېواد ته د حقآبې یوه برخه د لېږدېدا په حال کې ده.

ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.

مهاجراني ویلي، چې د هیرمند د حقآبې مسله یوه پخوانۍ مسله ده او هېواد یې د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار کاروي.

د دې مسلې چاپېریالي اغېزو ته په نغوته(اشاره) کې ټینګار شوی، چې: “مونږ هیله لرو، چې د زیاتې همکارۍ او پرله‌پسې هڅې د چاپېریال اړوند اندېښنې هم په لنډ او ممکنه وخت کې حل شي.”

په هر حال اسلامي امارت د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

څه وخت مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په “تهران خبرو فورم” کې د وینا پر مهال ویلي وه، چې د هیرمند حقآبه د اسلامي امارت “اسلامي او دیني مسوولیت” دی او کله، چې وچکالي نه وي؛ څه اوبه، چې وي د ایران لوري ته به بهیږي.

امیر خان متقي ویلي؛ هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې اوبه ضایع نشي او ایران ته پوره ورسیږي.

د یادونې ده، چې ایران تل له اسلامي امارت څخه غوښتي؛ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هیرمند د اوبو تړون مکلفیتونه په پام کې ونیسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!