تازه خبرونه

سراج الدین حقاني په کابل کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې نن (یکشنبه) خپره شوې؛ دا غونډه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځمې غونډې د پایلې په توګه، د دوی د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی او همدارنګه د درې‌واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۲, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني په کابل کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې نن (یکشنبه) خپره شوې؛ دا غونډه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پېنځمې غونډې د پایلې په توګه، د دوی د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی او همدارنګه د درې‌واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې سراج الدین حقاني د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د متقابل درناوي پر بنسټ په سیاسي او اقتصادي برخو کې د سیمه‌ییزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کوي.

د چین او پاکستان ځانګړو استازو په داسې حال کې، چې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپلې ژمنې بیا تازه کړې؛ هوکړه وکړه، چې د درې‌واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به هم په کابل کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version