لوبی
سریلانکا هالیند ته پر ماته ورکولو د سیالیو دوه یم پړاو ته لار وموندله
سریلانکا د پنجشنبې پر ورځ د تلې ۲۸ هالیند ته د ۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو ته یې لار پیدا کړه.
د نړۍ اتم مقام لرونکې لوبډلې سریلانکا په لس آورونو کې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې او هالیندیان ونه توانیدل، چې ځان ټاکلي هدف ته ورسوي.
دغه راز د ورځې په دوه یمه لوبه کې عربي متحده اماراتو ملي لوبډلې نامیبیا ته د ۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په شل آوریز نړیوال جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وګټله.
دا پدې معنا ده، چې هالیند او سریلانکا د A ګروپ څخه سوپر ۱۲ پړاو ته لاره موندلې ده.
د لومړي پړاو دغه لوبې، چې یکشنبه پیل شوې د همدې میاشتې تر ۲۹ به روانې وي. بیا به له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دوه یم پړاو ته لار مومي او هلته به له سته ۸ لوبډلو سره یو ځای کېږي.
د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.
افغانستان په لومړي ګروپ کې له کوربه هېواد آسټرالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.
په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.
د افغانستان د کرکت مینوال کولی شي دغه لوبې له آریانا تلویزیوني شبکې څخه په ژوندۍ بڼه وګوري.
د سیالیو د مهالویش لپاره دا ځای کېکاږئ.