سیمه ییز خبرونه
سعودي ائتلاف د توغول شويو بالسټیک توغنديو او بېپیلوټه الوتکو مخه ونیوله
حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې د ایران پلوه حوثيانو پر وړاندې جګړه کوي؛ وايي، چې د یکشنبې پر ورځ یې د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور د توغول شويو دوه بالسټیک توغنديو او د دې هېواد په ختیځه نفتلرونکې سیمه کې د درې بېپیلوټه الوتکو مخنیوی کړی دی.
حوثیانو، چې د یمن ګڼ مېشتې سیمې تر خپل واک لاندې لري؛ په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پلازمېنه خپل بریدونه زیات کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، تېره اوونۍ پر ریاض د حوثیانو په یوه برید کې د سعودي د تېلو دولتي شرکت آرامکو یوه اداري ودانۍ زیانمنه شوې وه.
د سعودي عربستان ختیځه سیمه، چې د دغه هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده؛ په تېرو څو اوونیو کې د حوثیانو د څو بریدونو موخه ګرځېدلې ده.
په دې سیمه کې د سعودي عربستان د تېلو او ګازو ډېری زېرمې پرتې دي او د آرامکو شرکت مرکزي دفتر هم په کې دی.
دغه دفتر هم د اوکټوبر د میاشتې په یوه برید کې سخت زیانمن شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې حوثیانو پر سعودي هوايي ډګرونو، بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي او سعودي عربستان هم په ځواب کې د یمن د حوثیانو پر مورچلو هوايي بریدونه ډېر کړي دي.