نړۍ

سعودي عربستان بهرنیو حج کوونکیو ته د مراسمو ترسره کول وځنډول

Published

on

د سعودي دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له کبله سږ کال د حج په مراسمو کې یوازې عربستان ۶۰۰۰۰ ځایي وګړي او بهرني استوګن د ګډون حق لري.

د راپورونو له مخې، د حج د مراسیمو برخه اخیستونکي باید له ۱۸ څخه تر ۶۵ کلونو عمر ولري او کرونا واکسین یې هم ترلاسه کړي وي.

د سعودي عربستان د عامې روغتیا وزیرې توفیق الرابیعه یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دا پرېکړه د کرونا ویروس د دېرېدو له کبله د خوندي حج د ترسره کولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

هغې زیاته کړې: د کرونا ویروس واکسینو ته پر لاسرسي سربېره اوس هم پر ویروس شک شته او یو شمېر هېوادونو ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړي. دغه راز بله ننګونه د ویروس بېلابېلې بڼې دي؛ ځکه، نو مونږ پرېکړه وکړه، چې د حج مراسم لږ څه محدود کړو.

سعودي عربستان ویلي، چې یوازې فایزر، اسټرازنکا، ماډرنا او جانسون واکسین د ډاډ وړ دي.

د کرونا ویروس له خپریدو مخکې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لږ تر لږه دوه نیم میلیون حج کوونکیو د حج په مراسمو کې ګډون کاوه.

د سعودي عربستان رسمي څرګندونې ښیي، چې دې هېواد هر کال د دغو مراسیمو له ترسره کولو شاوخوا ۱۲ میلیارد دالر عاید ترلاسه کول.

Trending

Exit mobile version