سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان په امریکا کې ۶۰۰ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
د رویټرز په راپور کې راغلي: د دواړو مشرانو ترمنځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ولیعهد ویلي، چې د اټکل له مخې؛ د ټرمپ د حکومت اصلاحات کولی شي “بېسارې اقتصادي وده” رامنځته کړي.
د سعودي عربستان دولتي خبري سرچینې د پنجشنبې پر ورځ سهار راپور ورکړ، چې د دې هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې پاچایي غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې له امریکا سره د پانګونې او سوداګرۍ پراخولو لپاره ۶۰۰ میلیارډ ډالر ځانګړي کړي.
د رویټرز په راپور کې راغلي: د دواړو مشرانو ترمنځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ولیعهد ویلي، چې د اټکل له مخې؛ د ټرمپ د حکومت اصلاحات کولی شي “بېسارې اقتصادي وده” رامنځته کړي.
په راپور کې په دې اړه، چې د سعودي عربستان دغه پانګونه به دولتي او که خصوصي وي؛ څه ویل شوي ندي.
دې خبري سرچینې د محمد بن سلمان د څرګندونو له مخې لیکلي؛ ټرمپ ته یې ویلي، چې “که نور فرصتونه رامنځته شي؛ نو پانګونه نوره هم زیاتېدی شي.”
ټرمپ په خپل لومړي پېر کې د سعودي عربستان په ګډون د فارس خلیج له هېوادونو سره نږدې اړیکې جوړې کړې وې. د ټرمپ د پېر له ترسره کېدو وروسته ریاض د ټرمپ د زوم او پخواني مرستیال جرډ کوشنر په شرکت کې دوه میلیارډ ډالر پانګونه وکړه.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل: که ریاض د ۵۰۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د امریکایي محصولاتو پېرودل ومني؛ لکه څنګه، چې یې په خپل لومړي پېر کې کړي وه بیا به سعودي عربستان د خپل بهرني سفر لپاره لومړی ځای غوره کړي.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ تېرځل سعودي عربستان د ۴۵۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د امریکايي محصولاتو د پېرودلو ژمنه کړې وه او په ۲۰۱۷ کال کې یې د فارس خلیج پاچاهۍ ته لومړنی سفر وکړ.
د راپورونو له مخې؛ ډونالډ ټرمپ هغه مهال ریاض د انرژۍ او امنیت په برخو کې د واشنګټن مهم شریک یاد کړ.
