Connect with us

مهم خبرونه

سمرقند د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ګرځندوی پلازمېنه یاده شوه

Published

 on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۰)

د ازبکستان ګرځندوی او سپورټ وزارت په ډاګه کړی، چې د ملګرو ملتونو د نړیوال ګرځندوی سازمان په ۲۴ عمومي غونډه کې د سمرقند تاریخي ښار د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ګرځندوی پلازمېنه یاده شوې ده.

د هسپانیا په پلازمېنه مادریډ کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډ ته د ازبکستان د ګرځندوی او سپورټ وزیر او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عزیز عبدالخاکیموف په مشرۍ یو ازبک پلاوی هم ورغلی و.

دغه وزارت څرګنده کړې؛ سمرقند به د لومړي ځل لپاره د ګرځندوی د نړیوال سازمان د ۲۵عمومي غونډې کوربه وي.

دغه راز ویل شوي، چې ازبکستان به د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د دغه دفتر کوربتوب کوي او دا د دې هېواد سیاستونو او هڅو پایله ده، چې په هېواد کې ګرځندوی ته وده ورکړي.

لوبی

افغانستان له پاکستان سره په ۲۰ آووریزو لوبو کې له تاریخي بریا برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د یکشنبې پر شپه له پاکستان لوبډلې څخه د درې شل آووریزو لوبو دوه‌یمه لوبه پر ۷ ويکتو وګټله او د سیمې پر کچه د دې لوبو له تاریخي بریا برخمنه شوه.
 

د‌ يادې سيالي پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او وتوانېدله، چې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف جوړ کړي.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۲, راشد خان درې، نوين الحق او کريم جنت یوه ـ یوه ويکته ترلاسه کړه.

دغه راز افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز پر ۴۴ منډو وکولی شول، چې په وروستي آوور کې ياد هدف ته ځان ورسوي او دغه ستره بريا ترلاسه او افغانستان د یادې لوبې ګټونکی شي.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي ونومول شو، چې په څلور آوورونو کې یې ۱۹ منډې جوړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د کرېکت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې پاکستان ته یې په یوه نړیواله لړۍ کې ماتې ورکړه.

بايد يادونه‌ وشي، چې دغه لوبې د‌ افغانستان پر کوربتوب، د اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په پيل کې افغان لوبډلې د یادو سیالیو لومړۍ او دويمه لوبه وګټله او د دوشنبې پر ورځ به وروستۍ لوبه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي استعفا وکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چارشنبې پر ورځ تویت کړی؛ له نږدې درې کلن خدمت وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.

هغه زياته کړې؛ له دې وروسته غواړي د کورنۍ، کتابونو، کرنې او چاپېريال اړوند شخصي چارو راوڅرخي.

هغه په یوه لړ تویتونو کې په ډاګه کړې: له نږدې درې کاله خدمت کولو وروسته، ما له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې غواړم نور پر شخصي چارو، کورنۍ، کتابونو او کرنېز چاپېریال راوڅرخم.

صادق څرګنده کړې؛ هغه د لومړي وزیر او نورو ټولو همکارانو څخه د دوی د ځانګړي استازي په توګه له ملاتړ مننه کړې ده.

هغه لیکلي: زه د خپلو ډېرو همکارانو د سخت کار ستاینه کوم، چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره یې اوږد مهاله کار کړی دی.

محمد صادق د ۲۰۲۰ ز. کال د جون په میاشت کې د افغانستان د ځانګړی استازي مقام ته وګومارل شو او د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ پر ۲۹ د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته یې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې د خبرو په بهیر کې له نورو سفیرانو سره له نږدې کار کړی دی.

Continue Reading

کوید۱۹

د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس له نوې خپرېدونکې بڼې خبرداری ورکړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې XBB.1.5  نومی د Omicron کروناویرس نوې خپرېدونکې بڼه کشف شوې ده.

اوسمهال د دې نوې بڼې په اړه ډېر څه پېژندل شوي ندي؛ خو لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې دا نوې بڼه د Omicron کروناویرس د پخوانیو بڼو پر پرتله ډېر ساري او خپرېدونکې وي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس تخنیکي مشر ماریا وان کرکوف یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ د XBB.1.5  بنې د ودې د غوره والي په اړه اندېښمن یوو.  

ساینس پوهان اوس هم نه پوهیږي، چې آیا دا نوې بڼه د ډېرې سختې ناروغۍ لامل کیږي یا به د اوږدمهاله کرونا جدي پایلې ولري.

څېړونکي د XBB.1.5 پر وړاندې د واکسینونو څخه د ژغورنې کچه هم څېړي. دوی وايي، چې د دوه اړخیز (mRNA) واکسین د دې نوې بڼې پروړاندې د ژغورنې غوره لار ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!