تازه خبرونه

سهیل شاهین د نړۍ لخوا د اسلامي امارت د پر رسمیت نه پېژندلو نیوکه وکړه

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۳, ۱۴۰۰

په م.م کې د افغانستان څوکۍ ته نوماند سهیل شاهین له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره، چې کوم څه اړین دي؛ ټول پوره شوي او دا د نړۍ خپله ځانګړې ملاحظه ده، چې اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني.

د ملګرو ملتونو څوکۍ ته د افغانستان نوماند سهیل شاهین ویلي؛ لومړی دوی ( نړۍ) سیاسي ملاحظات لري او غواړي، چې په افغانستان کې خپله خوښه وتپي، نه هغه، چې افغانان یې خوښوي. دوه یم، دوی غواړي په حکومت کې هغه کسان شامل کړي، چې دوی (لویدیځ ته) وفادار دي او د دوی (لویدیځ) ګټې ساتي او د دوی د ګټو لپاره کار کوي او دوی (لویدیځ) دې ته نړیوال او ټولګډونه حکومت وايي.

د یوه جامع حکومت جوړول، د ښځو او نجونو لپاره د کار او زدکړې حق، د افغانستان د نوي حکومت د پر رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ مهم شرطونه دي.

سهیل شاهین څرګندوي: په سرپرستۍ کابینه کې د ښځو شاملولو ته اړتیا نشته؛ خو مهمه دا ده، چې د دوی حقونه تضمین شي.

که څه هم ډیری هیوادونه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو ته زړه نه ښه کوي، خو ټولو هېوادونو ویلي، چې افغانستان ته د میلیونونو انسانانو د ژغورلو لپاره بشري مرستې لیږي.

دا مرستې د افغانستان خلکو ته د نادولتي موسسو لکه ملګرو ملتونو او د هغو اړوندو موسسو له خوا وېشل کیږي.

نادولتي مؤسسو هم  تر اوسه د مرستو د وېش د څرنګوالي په اړه واضح میکانیزم ندی وړاندې کړی، چې له کبله یې په ځینو ولایتونو کې خلکو د مرستو له غیرعادلانه وېش څخه شکایت کړی دی.

هغه ټینګار کړی؛ مونږ تدریجي پرمختګ کړی او د اسلامي نظام د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې لپاره به خپلې هڅې هم روانې ساتو.

Trending

Exit mobile version