سوداگري
سوداګرو او پانګوالو د اسلامي امارت د مالیاتي قوانینو له نرمولو هرکلی وکړ
نن یکشنبه ( د غویی ۳۱) په کابل کې ملي سوداګرو او پانګوالو د اسلامي امارت له لوري د مالیاتي قوانینو له نرمولو هرکلی وکړ او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ.
د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو د قوانینو په برخه کې د اصلاحاتو او د مالیاتو د کمولو او ساده کولو له نوي پلان د هرکلي او ملاتړ لپاره د خصوصي سکتور غړیو او پانګوالو د ملاتړ غونډه وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د هېواد اوسنیو شرایطو او د خلکو له اقتصادي وضعیت سره سم د مالیاتو وضع کول مهم بولي او ټینګار کوي، چې د مالیاتو کمول به په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې له ودې سره مرسته وکړي.
د خصوصي سکتور چارواکي وايي، د اسانتیاوو رامنځته کول او د مالیاتو کمول کولی شي په هېواد کې د پانګونې وده زیاته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند ویلي؛ د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ د نوي پلان له مخې، انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټیټه شوې او د کرنې، صنعت او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د قراردادونو ۷ سلنه مالیه بښل شوې او تعلیمي مرکزونو د یو کال لپاره څلور په سولو کې مالیه معاف شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ویلي: د سوداګرۍ په برخه کې اوس هم ستونزې موجودې دي او هیله لري، چې د دې کمیتې له پلان سره به د دوی ستونزې تر یوه حده راکمې شي.
د دې کړنلارې پر بنسټ به د هېواد په ټولو زونونو کې سوداګرو او صنعتکارانو ته د پاسپورت د وېش او د ویزو د ورکړې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
