Connect with us

تازه خبرونه

سویډن د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره ۲.۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د سویډن نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (SIDA) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته د ۲.۲ میلیون ډالرو له ورکولو سره د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

د دې پروګرام موخه د ټولنې د تر ټولو زیان منونکو خلکو د خوارځواکۍ مخنیوی دی.

دا مرسته په داسې وخت کې اعلانیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې په افغانستان کې د ملاتړ پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې له سخت کمښت خبرداری ورکړی و.

د دې پروګرام د راپورونو له مخې؛ د کافي مرستو په نشتوالي کې په میلیونونو ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.

په وروستیو کلونو کې د اقتصادي جوړښتونو د سقوط او په هېواد کې د بې‌وزلۍ له زیاتېدا سره د کورنیو لپاره په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې صحي خوړو ته لاسرسی مخ پر کمېدو شو.

نړیوالې احصائې ښیي، چې د هیواد له نیمایي څخه ډېر نفوس بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

لکه څنګه، چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که دا حالت روان وي د اړتیاوو له مخې به خپلې خوراکي مرستې د پام وړ کمې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له کبله خپلې مرستې له ۱۵ میلیون خلکو څخه ۵ میلیون کمو خلکو ته راټیټې کړي.

تازه خبرونه

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال چین ته سفر کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په ډاګه کړې، چې اسحاق ډار به له وانګ يی سره د جنوبي آسیا د سیمه‌ییز وضعیت او د سولې او ثبات لپاره د هغې د اغېزو په اړه خبرې وکړي.

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به سبا (دوشنبه) بیجینګ ته سفر وکړي، چې د سفر موخه یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره خبرې اترې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په ډاګه کړې، چې اسحاق ډار به له وانګ يی سره د جنوبي آسیا د سیمه‌ییز وضعیت او د سولې او ثبات لپاره د هغې د اغېزو په اړه خبرې وکړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: “دواړه خواوې به د پاکستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو بیاکتنه وکړي او د دوه اړخیزو ګټو سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه به نظرونه تبادله کړي.”

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم اعلان کړی، چې د دې وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي به روانه اوونۍ کې چین ته سفر وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي او عباس عراقچي پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي د غونډې په بهیر کې له بېلابېلو سکټورونو سره د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) امیرخان متقي تېره ورځ په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسلو، اوبو او کډوالو په اړه یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي د غونډې په بهیر کې له بېلابېلو سکټورونو سره د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړی زیاتوي؛ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له ایران څخه وغوښتل، چې د کډوالو د تدریجي او باعزته راستنېدا اصل په پام کې ونیسي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ګام په ګام پرمختګ کوي.

عباس عراقچي یو ځل بیا په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د دېرو آسانتیاوو د برابرولو پر ژمنه ټینګار وکړ.

د ایران او افغانستان د اړیکو کارپوهان پدې باور دي، چې ایران د افغانستان د ګاونډي په توګه په دې هېواد کې د ثبات، پرمختګ او سیمه‌ییزې همکارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.

دغه راز د ایران او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د بدلونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په مسله کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اړتیا تمرکز وکړ او د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د “تهران د خبرو اترو په څوارلسم فورم” کې د ګډون لپاره د ایران پلازمېنې ته رسیدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر روان ساتلو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان د بدلونونو د شرایطو پر اړتیاوو ټینګار وشو.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ (د غویی اووه‌ویشتمه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره ولیدل او د افغانستان په اړه یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر روان ساتلو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان د بدلونونو د شرایطو پر اړتیاوو ټینګار وشو.

د راپورونو له مخې؛ دا غونډه د تهران د خبرو اترو د څوارلسم فورم په چوکاټ کې ترسره شوه او موخه یې د وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو بیاکتنه وه.

دواړو خواوو په منځني ختیځ کې پر وروستیو بدلونونو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، د ایران او تاجکستان ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې عراقچي او مهرالدین د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو د کچې د لوړولو، کلتوري همکارۍ پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو د آسانتیاوو پر لارو چارو بحث وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ژورو کلتوري، ژبني او تمدني مشترکاتو ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!