تازه خبرونه
سټیفانو پنټیکورو په افغانستان کې د ناتو د راتلونکي لوړ پوړي ملکي استازي په توګه ګمارل شوې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، په یوه اعلامیه کې، په افغانستان کې د ناټو راتلونکي لوړ پوړي ملکي استازي په توګه د سټیفانو پنټیکورو ګمارل اعلان کړل.
سټولټنبرګ څرګنده کړه: “زه خوښ یم چې اعلان کوم چې سفیر سټیفانو پنټیکورو په افغانستان کې د ناټو راتلونکی لوړ پوړی ملکي استازي په توګه ګمارم. سفیر سټیفانو پنټیکورو به د جون په لومړۍ نیټه خپله دنده پېل کړي.”
د سټولټنبرګ په وینا، سټیفانو پنټیکورو د افغانستان او سیمې په کچه د اوږدې مودې ډیپلوماتیکه تجربې خاوند ده.
هغه زیاته کړه: “زه د افغانستان د راتلونکي لپاره په دې حساس وخت کې له هغه سره نږدې کار کولو ته سترګې په لار یم، چیرې چې ټول لوبغاړي اړتیا لري چې د سولې په ګټه او د کووید-۱۹رنځ په وړاندې مبارزه وکړي.”
همداراز هغه وویل چې د ناټو متحدین او د هغې ملګري هیوادونه د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته په کلکه ژمن دي، او ویي ویل “دا زموږ د خپل امنیت لپاره هم مهم دی.”
ینس سټولټنبرګ د دغې وینا له لارې د پخواني ملکي لوړ پوړي استازي، ښاغلي نیکولاس کي څخه مننه او د هغه د خدمت او د ټولو افغانانو لپاره د سولې او امنیت په لاره کې د هغه د همکاریو ستاینه وکړه.
