تازه خبرونه
سپینې ماڼۍ ترمپ له افغانستان څخه پر بې مسوولیته وتلو تورن کړ
سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خپل راپور د امریکا له ولسي جرګې سره شریک کړ.
د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د فشار؛ په پای کې سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه کانګرس ته خپل راپور وړاندې کړ.
سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د خپلو اقداماتو دفاع کړې ده، چې په دې هېواد کې یې د امريکا شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.
سپینې ماڼۍ ويلي؛ د دونالد ترمپ حکومت له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډیو ډکو وتلو اصلي عامل و. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا وايي؛ هیڅ شي نشو کولی له افغانستان څخه د وتلو لاره بدله کړي او بالاخره ولسمشر بایدن نه غوښتل؛ د امریکایانو بل نسل داسې جګړې ته ولیږدول شي، چې د امریکا لپاره باید ډېر مخکې پای ته رسیدلی وای.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو چارو همغږي کوونکی او ویاند جان کربي وایي: ولسمشر بایدن دوه انتخابونه لرل؛ یو دا، چې افغانستان ته نور ځواکونه واستوي او امریکايي ځواکونه په دې هېواد کې دایمي پاتې شي او دوهیم دا، چې له وتلو سره په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي. هغه د وتلو پرېکړه وکړه؛ خو ولسمشر جوبایدن مخکې له مخکې د خپلو متحدینو او امریکايي اتباعو د وتلو پر پلان غور وکړ.
سپینه ماڼۍ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اصلي عامل د دونالد ترمپ اداره وه.
په دې ۱۲ مخیز راپور کې ویل شوي، چې د جو بایدن لاسونه د ترمپ ادارې لخوا په دې اړه د شویو پرېکړو له کبله سخت تړل شوي وه.
په راپور کې جوبایدن په ډاګه کړې، چې ده ته د دوحې تړون د دونالد ترمپ له حکومت څخه په میراث پاتې و، چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.
سپینه ماڼۍ وايي؛ اصلي راپور د پنجشنبې پر ورځ کانګرس ته په خصوصي توګه چمتو شوی و او د محرمیت له کبله به خلکو ته نه خپریږي.
سپینه ماڼۍ زیاته کړې؛ هیڅ یوې استخباراتي ادارې د افغان دولتي ځواکونو د دومره زر پاشل کیدو وړاندوینه نه وه کړې. په دې راپور کې سپینه ماڼۍ د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوایي ډګر ته پر راغلیو خلکو د ځانمرګي برید په مخنیوي کې له هر ډول تېروتنې ځان په څنګ کړی او ویلي یې دي، چې هلته ټولې پرېکړې د پوځ لخوا کیدې.
له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځونو وتل له سترو ګډوډيو سره مل ول. امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰ شپه د خپلو پوځیانو د وروستي پوځي ټولګی له افغانستان څخه وویست.
د یادونې ده، چې امریکا په خپله تر ټولو اوږده جګړه کې خپل شاوخوا ۲۵۰۰ پوځیان له لاسه ورکړل او د ملت جوړونې بهیر یې رد کړ؛ خو هغه څه، چې د بایدن حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړ، د کابل له هوايي ډګر بهر د داعش په ادعا شوي ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او سلګونه افغانانو وژل کېدل او د ملکي افغانانو پر کور ړوند برید دی.