ساینس او ټیکنالوژي
سپینې ماڼۍ حکومتي څانګو ته د تیک تاک پرېښودو لپاره ۳۰ ورځنی ضرب الاجل ټاکلی
سپینې ماڼۍ د دوشنبې پر ورځ ( د کب ۸) حکومتي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړ، چې د چین تیک تاک پروګرام له ټولو فدرالي څانګو او سیستمونو لرې کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د مدیریت او بودیجې دفتر رییس شالاندا یانګ په یوه یادښت کې ادارو ته ویل شوي، چې ټولې فدرالي ادارې باید د امریکا معلوماتو خوندي ساتلو لپاره له خپلو تیلیفونونو او سیستمونو څخه تیک تاک لرې کړي.
دا بندیز، چې د تېر کال په وروستیو کې د کانګرس پر حکم صادر شو؛ کانادا، اروپایي اتحادیې، تایوان او د امریکا نیمایي هېوادونو ورته هڅې پیل کړې.
د تیک تاک مالک بایت دنس ویلي، چې دا اندېښنې د غلطو معلوماتو له کبله دي. هغه د امریکایانو د جاسوسۍ لپاره د دې برنامې کارول رد کړل. دا عمل د ټیک توک په ټولو امریکایی کاروونکیو اغېزه نهکوي( له ۱۰۰ میلیون څخه ډېر امریکایان، چې دا برنامه په شخصي یا شرکتي تیلیفونونو کې کاروي. تیک تاک د سپینې ماڼۍ پر یادښت تبصره نده کړې.
ډېرو دولتي ادارو د سپینې ماڼۍ، د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د رایې ورکولو څخه مخکې په دولتي تیلیفونونو کې د تیک تاک کارول منع کړي دي.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیته ټاکل شوې، چې د هغه لایحې په اړه رای ورکړي، چې ولسمشر جو بایدن ته به واک ورکړي، چې د امریکا په ټولو تیلیفونونو کې د تیک تاک کارولو بندیز ولګوي.
د امریکا د مدني آزادیو اتحادیې اعلان کړی، چې د کانګرس لخوا د تیک تاک بندیز سره مخالفت کوي.
د سپینې ماڼۍ یادښت کې راغلي، چې د ۹۰ ورځو دننه ادارې باید د قراردادونو له لارې د معلوماتي تکنالوژۍ پلورونکیو لخوا د تیک تاک پر هر ډول کارونې بیاکتنه وکړي.
تېره اوونۍ د اروپایی اتحادیې دوه سترو پالیسۍ جوړوونکيو ادارو د انترنیت امنیت اندېښنو له کبله د کارمندانو تیلیفونونو کې د تیک تاک کارول منع کړل.