سوداگري
سږکال به د اقتصادي بېخبناوو پر پراختیا نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وشي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې سږکال به په هېواد کې د اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه ترسره شي، چې ډېره برخه به یې پر کرنې، کانونو او ترانزیت ولګیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده زیاته کړې، چې د دې پانګونې ډېره برخه به د کرنې، کانونو استخراج او پروسس په برخو کې ولګیږي.
نوموړی وایي: مونږ له تېرکال راپدیخوا له بهرنیو او کورنیو پانګوالو سره خبرې درلودي؛ د پانګونې بهیر اوس تخنیکي پړاوونو ته رسیدلی او په روان کال کې به د نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت په هېواد کې نوې پانګونه تر سره شي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې په هېواد کې پر سترو پروژو د پانګونې او د هغوی عملي پیل کیدل کولی شي هېواد له اقتصادي بحرانه راوباسي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي؛ د دې پروژو پیل کیدل کولی شي هېواد له اقتصادي او کاري بحرانه راوباسي او باید کارونه یې چټک شي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو هم ويلي؛ په هېواد کې د اته میلیارد دالرو پانګوني له رامنځته کیدو سره به اقتصادي ستونزې تر چټکې څارنې لاندې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: مونږ باید په هېواد کې له هغو فرصتونو، چې د پانګونې په برخه کې یې لرو؛ ډېره ګټه پورته او پخپلو وړتیاوو هېواد له اقتصادي بحران څخه راویستلی شو.
د اقتصادي چارو پوهان همداراز زیاتوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې لپاره تشویقي بستې وړاندې کړي، چې د پانګونې لړۍ ورسره پراخه شي.
سوداگري
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
د سیف الدین لټون د څرګندونو له مخې؛ دا سوداګر به د پریان ولسوالۍ په ۲۲ مربع کیلومټره ساحه کې د اوسپنې پر کانکېندنه پانګونه وکړي.

د پنجشیر ولایتي ادارې ویاند سیف الدین لټون ويلي؛ یو افغان سوداګر چمتو دی، چې د ولایت د اوسپنې کانونه په معیاري او تخنیکي ډول له ۳ څخه تر ۱۲ میلیون ډالرو پر پانګونه استخراج کړي.
د سیف الدین لټون د څرګندونو له مخې؛ دا سوداګر به د پریان ولسوالۍ په ۲۲ مربع کیلومټره ساحه کې د اوسپنې پر کانکېندنه پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې پروژې تړون د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ لخوا منظور شوی دی.
د کانونو پر استخراج سربېره دا سوداګر په همدې ولایت د اوسپنې د پروسس چارې ترسره کوي، چې ورسره نور اضافي ارزښت هم رامنځته کړي.
لټون روښانه کړه، چې په لومړي پړاو کې به شرکت د شپږ میاشتو په اوږدو کې د زیرمو د اکتشاف پروګرام پیل کړي، چې ورسره به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. کله، چې دا پړاو بشپړه شي ورسره سم د استخراج رسمي بهیر پیل کیږي.
سوداگري
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
دا نندارتون د دوشنبې پر ورځ پیل کیږي او پېنځه ورځې به روان وي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتي وړتیاوو په اووم نړیوال نندارتون( ایران ایکسپو) کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته سفر وکړ.
دا نندارتون د دوشنبې پر ورځ پیل کیږي او پېنځه ورځې به روان وي.
تمه ده، چې له ۱۰۰ څخه د ډېرو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي او سوداګر به په دې نندارتون کې برخه واخلي.
د کرنې مرستیال هیله لري، چې دا سفر به د سوداګریزو تعاملاتو د ودې لپاره لار اواره کړي او هېواد ته به ډېرې پانګونې راجلب کړي.
سوداگري
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
دا خبرې اترې کابل ته د ډار له وروستي سفر وروسته وشوې؛ هغه له افغان چارواکو سره د ازبکستان-افغانستان- پاکستان د اوسپنپټلۍ د پلان شوې پروژې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې پر ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان ـ ټرانس- اوسپنېپټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړې.
دا خبرې اترې کابل ته د ډار له وروستي سفر وروسته وشوې؛ هغه له افغان چارواکو سره د ازبکستان-افغانستان- پاکستان د اوسپنپټلۍ د پلان شوې پروژې په اړه خبرې وکړې.
درې واړو ګاونډ هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د افغانستان له لارې د ۵۷۳ کیلومټره اوسپنېپټلۍ د جوړولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې په وچه کې بند منځنۍ آسیا به د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت ۴.۸ میلیارډ ډالر دی او هدف یې د سیمهییزې اقتصادي اړیکې پیاوړتیا ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ډار هیله څرګنده کړې، چې درې واړه هېوادونه به ډېر ژر د دې مهمې سیمهییزې پروژې لپاره یو چوکاټي تړون لاسلیک کړي.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي، د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او اوسنیو سیمهییزو او نړیوالو مسلو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
دا په داسې حال کې دهو چې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنېپټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ازبکستان ته په سفر کې د حیرتان- مزار شریف د اوسپنېپټلۍ د عملیاتو او ساتنې قرارداد د سوګدیانا ټرانس سره د دوه نورو کلونو( د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ ) لپاره وغځاوه.
-
سوداگري4 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري3 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
تازه خبرونه5 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
سوداگري1 day ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي
-
تازه خبرونه13 hours ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي