تازه خبرونه
سږکال د افغانستان د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د تېر کال په اپریل کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د مخدره توکو د بندیز له کبله د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ کم شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي، چي د دوی د ارزونو پر بنسټ د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې له ۲۳۳ زره هکتارو څخه لس زره اته سوه هکتارو ته راټيټ شوی دی.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمنو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت له منع کیدو وروسته، په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ ته راټیټ شوی دی.
همدارنګه د دوی سروې ښیي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو حاصلات ۶۲۰۰ ټنه ول؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې یې حاصلات ۳۳۳ ټنو ته راټیټ شول.
د دغه راپور په یوه برخه کې ټینګار شوی، چې د بزګرانو د پیاوړتیا او په کلیو کې بزګرانو ته د بدیل کښت د برابرولو لپاره ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، چې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د بندولو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له صادرېدو وروسته یې هڅه کړې، چې دغه فرمان عملي او د کوکنارو کښت صفر ته راکم کړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار ټینګار کړی، چې د نشهیي توکو د قاچاق په مخنیوي کې جدي دي او تر ډېره په دې برخه کې بریالي شوي هم دي.
سیاسي شنونکی حبیب الله جانبدار په دې باور دي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت په اړه د نړیوالو سازمانونو د راپورونو خپرېدل په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او قاچاق په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو اندېښنې کمولی شي.
د ملګرو ملتونو چارواکو په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د صفر کولو لپاره ښه فرصت شته او له افغان بزګرانو سره باید د بدیل کښت، د کرنیز نظام د پراختیا، د کیمیاوی سرې د برابرولو او د اوبو لګولو د سیستم په برخو کې لازمې مرستې وشي.
دا په داسې حال کې، چې په تېرو دوه کلونو کې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې ده.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش لهخوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.
د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د سېشنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.
تازه خبرونه
جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
تازه خبرونه
نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نهلرونکي کسان ول.
دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا2 days agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه3 days agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه2 days agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
