تازه خبرونه
سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه يي دا پیسې تر لاسه کړې ندي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندو یه پلاوي یا یوناما مشرې امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانانو پر اقتصادي وضعیت د اندېښنې ښکاره کولو تر څنګ ویلي؛ سږ کال په افغانستان کې له ۲۳ میلیون ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه يي دا پیسې تر لاسه کړې ندي.
میرمن او تنبایووا وایي، چې ژمی راروان دی او افغانستان ته له ګاونډ هېوادونو د سلګونه زره کډوالو له ستنېدو سره به اقتصادي ستونزې نوره هم ډېره شي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې پر افغان میرمنو د کار او زدهکړو بندیزونه هم پخپل ځای پاتې دي.
روزوا اوتنبایووا ریاته کړې؛ د افغانستان وګړي د یو پراخیدونکي ناورین سره د مخ کېدو په حال کې دي. په داسې حال کې، چې مالي سرچینې له کمښت سره مخ دي؛ د بشري مرستو لپاره مو له نړیوالي ټولنې څخه درې میلیارډ ډالر غوښتي وه، چې تراوسه ۹۰۰ میلیون برابرې شوي دي. باوري نه یم؛ هغو مالي منابعو ته، چې اړتیا لرو تر لاسه يي کړو. اوس د کال په روستیو کې یوو؛ انساني ناورین به ډېر ژر په یوه پراخ کړکېچ بدل شي.
دغه راز اتونبایوا وایي، چې: مونږ په افغانستان کې د لسیزو جګړو د سیاسي میراث شاهدان یوو. افغانستان اوس له نړیوالې ټولنې جلا شوی دی؛ طالب چارواکو په وزارتونو کې داسې کسان ګمارلي، چې سفر نشي کولی او تر سفري بندیزونو لاندې دي. په قصدي یا غیر قصدي ډول په ښځو داسې محدودیتونه لګوي، چې نړیوالې ټولنې ته منفي پیغام لېږدوي.
د امریکا او بریټانیا استازو هم د بشري حقونو وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو شرط د ښځو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی دی.
په امنیت شوراکي د روسیې استازی وايي، چې د غربي نړۍ د وړاندویېنو خلاف سره له دې، چې د نړیوالو لخوا له بندیزونو او تحریمونو سره مخ دی؛ خو افغانستان اوس هم پخپل حال دی. باید نړۍ له افغانانو سره په ځانګړي توګه له افغان بزګرو سره د بدیلو کښتونو په برخو کې همکارۍ ډېرې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسيي استازی نبنزیا وایي: هیله لرو، چې ټول مرستندویه هېوادونه له هر راز تبعض پرته د افغانستان له خلکو سره بشري همکاري زیاته کړي. په ځانګړي ټتوګه هغه بزګر، چې د نشهيي توکو بدیل کښت ته اړتیا لري؛ ور سره همکاري زیاته شي.
په امنیت شورا کې د چین استازي هم له افغانستان سره د نړیوالو لخوا د بشري مرستیو پر پرا ختیا ټینګار کړی او له امریکا يي غوښتي، چې د افغانستان پانګه له قید او شرط پرته ازاده کړي.
په امنیت شورا کې د چین استازي ویلي؛ مونږ له امریکا غوښتنه کوو، چې د افغانستان اوسنۍ کنګل شوې پانګه له قید او شرط پرته ازاده کړي او د افغانستان اوسنیو مسوولینو ته يي وسپاري.
د اقتصاد وزارت وايي، که څه هم د افغانستان په اړه وړاندې شوي ځینې راپورونه له حقایقو لري دي؛ خو تمه ده، چې له افغانانو سره به بشري مرستې روانې پاتې شي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري زیاته کړې: که څه هم له افغانستان څخه د نړیوالو بنسټونو لخوا وړاندې شوي راپورونه له حقایقو سره ډېره همغږۍ نلري؛ خو هیله لرو، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره خپلې بشري مرستي زیاتي کړي او هغو کسانو ته مرستې ورسیږي، چې په رښتینی توګه اړتیا ورته لري.
د ملګرو ملتونو دې لوړ پوړي چاروا کې ټینګار کړی، چې افغانستان ته اوسمهال ۲۰ سلنه بشري مرستې رسېدلي دي، د امنیت شوراته یوناما په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغان ښځو، ماشومانو او مشرا نو سره مرستې روانې وساتي، افغانستان ته د ستنېدونکیو کډوالو د بیا جذب په چاره کې همکاري وکړي او له طالبانو یې وغوښتل، چې د مرستندویانو په چارو کې له مداخلو لاس واخلي.
تازه خبرونه
د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراجالدین حقاني
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
سراجالدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بېپالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.
ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درېورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.
دغه راز نوموړي ویلي، چې هبةالله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بېوزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.
د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.
-
تازه خبرونه21 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی3 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
