تازه خبرونه
سیاسي پرېکړه په افغانستان کې د امریکا د بریالیتوب خنډ شوه – ټرمپ
ټرمپ زیاته کړې: “تاسې پوهیږئ؛ بریا ته د رسېدو جګړه مو ودروله؛ مونږ کولی شول آسانه بریالي شوو. په افغانستان کې مو هره جګړه اسانه ګټلی شوه؛ خو سیاست راغی او وویل شول: راځئ، چې نور ورو مخکې ولاړ شوو.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ویرجینیا کې د امریکا د سمندري ځواکونو د جوړېدا دوهسوهپنځوسمې کلیزې ته په خپله وینا کې ویلي، چې امریکا کولی شول په افغانستان کې جګړه وګټي؛ خو سیاسي پرېکړو د جګړې لار بدله کړه.
ټرمپ زیاته کړې: “تاسې پوهیږئ؛ بریا ته د رسېدو جګړه مو ودروله؛ مونږ کولی شول آسانه بریالي شوو. په افغانستان کې مو هره جګړه اسانه ګټلی شوه؛ خو سیاست راغی او وویل شول: راځئ، چې نور ورو مخکې ولاړ شوو.”
هغه له دې مخکې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې پر بېرته نیولو ټینګار کړی و او دې خبرو په افغانستان کې د امنیتي او نظامي بدلونونو نوې اندېښنه او پاملرنه راپورته کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د پوځ ماتې ته هم نغوته کړې وه. هغه ویلي وه، امریکایي ځواکونه باید په افغانستان کې بریالي شوي وای؛ خو د “بېکفایته جنرالانو” د شتون له کبله، چې نه یې غوښتل د بریا لپاره وجنګیږي.
