نړۍ

سیلابونو دوه زره کسان مړه کړي او زرګونه نور ورک دي – د ختیځې لیبیا چارواکي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیبیا په ختیځ کې چارواکو ویلي؛ په درنا ښار کې د سخت توپان، باران او سیلابونو له کبله لږ تر لږه دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي.

د لیبیا د ملي اردو ویاند احمد مسماري، چې د لیبیا ختیځه برخه تر واک لاندې لري په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ ناورین له هغې وروسته رامنځته شو، چې د درنا د اوبو بندونه ونړېدل او ټوله سیمه یې له اوسیدونکیو سره لاندې کړل.

احمد مسماري د ورک شویو کسانو شمېر له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې وښود.

د دوشنبې پر ورځ په سیمه کې د سرې میاشتې د مرستندویه ډلې مشر ویلي، چې د درنا ښار د مړو شمېر ۱۵۰ دی او شونې ده، چې ۲۵۰ ته ورسیږي.

لیبیا له سیاسي پلوه پر ختیځ او لویدیځ وېشل شوې او عامه خدمات له ۲۰۱۱ ز. کال راپدیخوا، چې ناتو په کې له پاڅونونو ملاتړ وکړ او او دا هېواد یې له اوږدو جګړو سره مخ کړ.

د یاد راپور له مخې؛ په طرابلس کې پر نړیواله کچه پر رسمیت پېژندل شوی حکومت ختیځې سیمې تر واک لاندې نه‌لري.

په طرابلس کې د ولسمشرۍ درې کسیزه شورا، چې په دې وېشل شوي هېواد کې د دولت د مشر په توګه کار کوي؛ له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د دوی په څرګندونه کې راغلي؛ مونږ له وروڼو، دوستو هېوادونو او نړیوالو ټولنو غواړو، چې مرستې وکړي.

په ختیځ کې د موازي حکومت رییس اسامه حمد ځايي تلویزیون ته ویلي، چې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي.

تېره اوونۍ د یونان له ځپلو وروسته دانیل توپان د یکشنبې پر ورځ د مدیترانې بحیره لاندې کړه؛ سړکونه یې له کومي تېر کړل، په درنا ښار کې یې ودانۍ ویجاړې کړې او د ساحل په اوږدو کې د نور ښارونو په ګډون یې د لیبیا پر دوه‌یم لوی ښار بنغازي هم ورودانګل.

د درنا ښار د ویدیوي څرګندونې ښیي؛ د ښار له مرکز څخه یو پراخ سیلاب د اوبو یوه نرۍ لار لاندې کړې، چې دواړو خواو ته یې ویجاړې ودانۍ ولاړې دي.

د ختیځې لیبیا د المستقبل تلویزیون خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک په اوبو کې د خپلو موټرو پر چتونو بند پاتې دي او د مرستې غوښتنه کوي او اوبه یې موټرونه مینځي.

اسامه حمد المسار تلویزیون ته ویلي: بې درکه کسانو شمېر زرګونه دي او د مړو هغه له ۲۰۰۰ څخه ډېر دی. په درنا ښار کې ټول اوسیدونکي ورک او اوبو وړي دي.

احمد مسماري زیاته کړې، چې په سیلاب کې د ملي اردو اووه غړي هم مړه شوي دي.

د درنا ښار اوسیدونکي صالح العبیدي ویلي؛ هغه له خپلې کورنۍ سره بریالۍ تېښته کړې؛ خو ښار ته نږدې په یوه دره کې کورونه نړیدلي ول.

هغه رویترز ته ویلي: خلک ویده ول او راویښ شول؛ خو خپل کورونه یې په اوبو کې ولیدل.

د سیمې یو بل اوسیدونکی احمد محمد وايي: مونږ ویده وو؛ کله، چې له خوبه راپاڅېدو، کور مو محاصره کړی و. مونږ دننه یوو او د وتلو هڅه کوو.

عیني شاهدانو ویلي، چې د اوبو کچه درې مترو (۱۰ فوتو) ته رسیدلې ده.

د درنا ښار په لویدیځ کې انځورونه د سوسه او شحات د بندري ښارګوټي ترمنځ ویجاړ شوی سړک ښیي، چې د یونان لخوا جوړ شوی او د یونیسکو په نوملړ کې راغلی د لرغون‌پوهنې سایت سیرین هم لیدل کیږي.

د لیبیا په ختیځ کې د لیبیا پارلمان درې ورځنی ماتم اعلان کړ.

په طرابلس کې هم د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه هم په ټولو اغېزمنو ښارونو کې درې ورځې ماتم اعلان کړی او هغه یې ناورین ځپلې سیمې یادې کړې دي.

د تېلو دوه انجنیرانو رویترز ته ویلي؛ په لیبیا کې د تېلو څلور لوی بندرونه – راس لانوف، زیویتینا، بریګا او ایس سیدرا د دریو ورځو لپاره تړل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

چارواکو سخت بېړنی حالت اعلان کړی؛ ښوونځي او پلورنځي یې وتړل او تګ راتګ او بند شوی دی.

په طرابلس کې لنډمهاله حکومت ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په ختیځ ښارونو کې د زیانونو او سیلابونو سره بېړنۍ مبارزه وکړي؛ خو دا حکومت د لیبیا په ختیځ کې هیڅ اغېزه هم نه‌لري.

د دبیبا حکومت د لیبیا مرکزي بانک سره نږدې همکاري لري، چې په ټول هېواد کې حکومتي څانګو ته پیسې ورکوي.

په لیبیا کې ملګرو ملتونو ویلي، چې دا توپان له نږدې څاري او پر سیمه‌ییزه او ملي کچه له غبرګونونو ملاتړ کوي او بېړنۍ مرستو وړاندې کولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر دولتي خبري اژانس د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سپارښتنه خپره کړې، چې حکومت ته دې د لیبیا ختیځو سیمو ته مرستې ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version