تازه خبرونه

سیګار د اسلامي امارت پر ضد د بې بنسټه تبلیغاتو دنده پر غاړه اخیستې – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت نن (یکشنبه د غبرګولي ۲۸ ) د سیګار ادارې د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د سیګار ادارې د امریکايي اشغال پر مهال په افغانستان کې د امریکایانو د لګښتونو د څارنې، محاسبې او بیا کتنې لپاره جوړه شوې وه؛ خو د اشغال له پای ته رسیدو وروسته یې اوس د اسلامي امارت پر ضد د جګړې « تبلیغاتي دنده» پر غاړه واخیسته.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې اسلامي امارت له جدي امنیتي ستونزې سره مخ دی او په افغانستان کې بهرنۍ وسله‌والې ډلې او داخلي ګواښونه زیات شوي او یو شمېر هېوادونه له خطر سره مخ دي.

د افغانستان اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي، چې: مونږ د سیګار دغه راز پروپاګند پر کلکه ردوو، د افغانستان اسلامي امارت پر وضعیت پوره څارنه لري او هیڅ ډلې او سمت ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغانستان ناامنه کړي او د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي. ټوله نړۍ په ځانګړي توګه افغانان پوهېږي، چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته امنیت، ثبات او ډاډ رامنځته شوی او له تېرو ۴۰ کلونو وروسته افغانانو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره تجربه کړ.

د اعلامیې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله فعاله نه‌ده او د داعش پر نوم استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې هیڅ داخلي وسله‌وال تهدید نشته، بلکې زمونږ ولس په سوله او ارامۍ کې ژوند کوي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې: الحمدلله اوسني امنيت او ثبات ته په کتو د امريکايانو ستونزه څه ده، چې دا ډول اندېښنې خپروي؟ آیا دا تبلیغات کوي؟ یا دوی د داعش پر څیر د ناوړه پدیدې لپاره کمپاین چمتو کوي؟ او یا دا زمونږ ګاونډیان او نور هېوادونه اندېښمنوي؟ کیدای شي دا په امریکا کې د ځینو ډلو خپلسرې کړنې وي، یا دا، چې امریکا غواړي د افغانستان له خلکو د خپلې ناکامۍ غچ اخیستو لپاره سیمه بې ثباته، ناامنه او ناکراره کوي او یا هم له اسلامي امارت سره د ګاونډ هېوادونو د اړیکو خرابولو هڅه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت له امریکا غوښتي، چې له افغانانو سره د چین د کرکې او دښمنۍ د راپورونو خپرول دې بند کړي.

په اعلامیه کې دا هم څرګنده شوې: امریکایانو ته مشوره ورکوو، چې له افغانانو سره خپله کرکه او دښمني پای ته ورسوي، افغانستان هیچا ته ګواښ نه‌دی؛ خو برعکس اسلامي امارت د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې سره ښې او رغنده اړیکې غواړي.

سیګار د روان کال د لومړۍ ربعې په راپور کې د داعش، القاعده او د اسلامي دولت د وسله‌والو مخالفانو ته هم نغوته کړې او څرګندوي، چې د اسلامي امارت ځینې غړي له القاعدې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او داعش د افغانستان حاکمیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر داعش، القاعده او د ( مقاومت جبهه) هغه ډلې نومولي، چې د اسلامي امارت لپاره یې امنیتي ستونزې جوړې کړې دي.

سیګار اټکل کړی، چې ښايي په افغانستان کې د درې زره په شاوخوا جګړه مار فعال وي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په بدخشان ولایت کې داعش د دوه خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. په همدې حال کې د اسلامي امارت ځواکونو د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د داعش جګړه مارو پر پټنځایونو عملیات وکړل او د دې ډلې څو مهم غړي یې ووژل.

Trending

Exit mobile version