تازه خبرونه

سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بې‌ځایه‌کېدا ته اړ کړل

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

Published

on

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.

د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.

ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version