تازه خبرونه
شاه محمود میاخېل او جنرال میلر شمالي ولایتونو ته امنیتي سفر کړی
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل او د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال میلر د هېواد شمالي ولایتونو ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره سفر کړی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د څرګندونو له مخې؛ د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي؛ له جنرال میلر سره د هېواد شمال ته راغلي یو، چې نه یوازې د قول اردو له قومندانانو سره د امنیتي وضعیت ارزونه وکړو، بلکې غواړو وپوهیږو، چې ورسره څه همکاري کولی شو.
هغه زیاته کړې: د خوښې ځای دی، چې د برید جنرال علیزي په مشرۍ د هېواد په شمال کې امنیتي وضعیت له تېرو پېنځه یا شپږ میاشتو راپدیخوا ښه شوی دی. په ځینو سیمو کې د دښمن خوځښت شته؛ خو ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه کولی شي شته ګواښونه له منځه یوسي.
نوموړي دا هم ویلي: په داسې حال کې، چې افغان ځواکونه د طالبانو بریدونه پر شاتمبوي؛ موخه یې دا ده، چې جګړه پای ته ورسوي او د خلکو باور او درناوی ترلاسه او سوله رامنځته کړي.
د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل زیاته کړې؛ موخه مو جنګ ندی، دا مو خلکو ته د امنیت خوندي کولولپاره یوه وسیله ده، چې د ماشومانو زدکړو ته یې زمینه برابره شي.
هغه په ډاګه کړې؛ زه هیله من یم، چې خلک به پر دفاعي او امنیتي ځواکونو وویاړي او افغان امنیتي ځواکونه به هم د خلکو درناوی او ملاتړ خوندي کړي.
دغه راز د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان برید جنرال علیزي ويلي، چې د اردو اساسي دنده د خلکو امنیت او د هېواد د ځمکني بشپړتیا ساتنه ده.
برید جنرال علیزي ویلي: که مخالفان تاوتریخوالي روان وساتي؛ موږ ورسره د مبارزې پر کولو هیڅ اعتراض نلرو. مونږ ټولو هغو کسانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شو، چې زمونږ د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
دا ناسته په داسې حال کې تر سره کیږي، چې جنرال میلر له افغان مشرانو سره په کتنه کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار کړی او یو ځل بیا یې خپله ژمنه نوې کړې، چې دوی په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې د خوندیتوب لپاره روزنه او وسیلې لري.
جنرال میلر له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او په هېواد کې د جګړې پای لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک سوله غواړي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ له افغان ځواکونو سره خبرې کړي؛ تاوتریخوالی نور تاوتریخوالی رامنځته کوي او افغان ځواکونه به د افغانانو ساتنه روانه ساتي؛ خو سره له دې مونږ چمتو یو، چې د سولې تړون ته د رسیدو لاره ومومو.
تازه خبرونه
د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا
په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»
د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپلسرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.
د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زدهکړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»
راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.
دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.
په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نهلري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.
د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.
تازه خبرونه
سویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه
د راپورونو له مخې: تمه ده، چې د اوړي له رارسېدو مخکې به د اسلامي امارت یو پلاوی بروکسل ته سفر ولري. دوی به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر حساسه موضوع، چې د سوېډن او اروپايي ټولنې پر بلنه ترسره کېږي؛ خبرې وکړي.
سویډن منلې، چې له اروپايي ټولنې او افغان چارواکو سره یې د افغانکډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په آسانه کولو کې مرکزي رول ترسره کړی دی.
د راپورونو له مخې: تمه ده، چې د اوړي له رارسېدو مخکې به د اسلامي امارت یو پلاوی بروکسل ته سفر ولري. دوی به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر حساسه موضوع، چې د سوېډن او اروپايي ټولنې پر بلنه ترسره کېږي؛ خبرې وکړي.
د سویډن د کډوالۍ وزیر، جوهان فورسل ویلي، چې هېواد به یې له اروپايي کمیسیون سره پر ګډه د کابل یو تخنیکي پلاوی بروکسل ته د تخنیکي خبرو د دوام لپاره وروبلي.
اروپايي چارواکو ویلي، چې په دې ناسته کې به د اروپايي کمیسیون، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو خدماتو (EEAS) استازي او د ځینو غړو هېوادونو لکه بلجیم او سویډن استازي ګډون وکړي.
دا هڅې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې اسلامي امارت اوس هم پر نړیواله کچه رسمیت نهلري او د ښځو او نجونو د زدهکړې او بشري حقونو په اړه له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.
دا خبرې اترې د روان کال په جنورۍ کې کابل ته د اروپايي ټولنې او بلجیم د ګډ پلاوي له سفر وروسته پلان شوې دي، چې هدف یې د تخنیکي مشورو دوام ګڼل کیږي.
اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د خپلو ډیپلوماټیکو خدماتو په همغږۍ کې له افغان چارواکو سره غیررسمي اړیکې تائید کړې وې، چې تمرکز یې د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر آسانه کول دي.
تازه خبرونه
په اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونهشي – حامد کرزی
هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.
د جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد کرزي له شپېګل مجلې سره ه یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او د اسلامي امارت پر وړاندې د وسلوال مقاومت لېوالتیا نهلري.
هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.
حامد کرزي د اسلامي امارت دننه وضعیت ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې د نظر اختلاف شته؛ خو باید د ړنګېدا هیله یې ونهشي.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.
پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه «زیانمن» وبلل او څرګندوي، چې دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تورن کړ، چې له تېرو څلور لسیزو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو اوس د خپلو سیاستونو له پایلو سره مخ شوی دی.
-
سوداگري1 day agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
نړۍ3 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ2 days agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تحول4 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
څار3 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
سوداگري2 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تازه خبرونه2 days agoد صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
