تازه خبرونه

شاه محمود میاخېل او جنرال میلر شمالي ولایتونو ته امنیتي سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل او د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال میلر د هېواد شمالي ولایتونو ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره سفر کړی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د څرګندونو له مخې؛ د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي؛ له جنرال میلر سره د هېواد شمال ته راغلي یو، چې نه یوازې د قول اردو له قومندانانو سره د امنیتي وضعیت ارزونه وکړو، بلکې غواړو وپوهیږو، چې ورسره څه همکاري کولی شو.

هغه زیاته کړې: د خوښې ځای دی، چې د برید جنرال علیزي په مشرۍ د هېواد په شمال کې امنیتي وضعیت له تېرو پېنځه یا شپږ میاشتو راپدیخوا ښه شوی دی. په ځینو سیمو کې د دښمن خوځښت شته؛ خو ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه کولی شي شته ګواښونه له منځه یوسي.

نوموړي دا هم ویلي: په داسې حال کې، چې افغان ځواکونه د طالبانو بریدونه پر شاتمبوي؛ موخه یې دا ده، چې جګړه پای ته ورسوي او د خلکو باور او درناوی ترلاسه او سوله رامنځته کړي.

د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل زیاته کړې؛ موخه مو جنګ ندی، دا مو خلکو ته د امنیت خوندي کولولپاره یوه وسیله ده، چې د ماشومانو زدکړو ته یې زمینه برابره شي.

هغه په ډاګه کړې؛ زه هیله من یم، چې خلک به پر دفاعي او امنیتي ځواکونو وویاړي او افغان امنیتي ځواکونه به هم د خلکو درناوی او ملاتړ خوندي کړي.

دغه راز د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان برید جنرال علیزي ويلي، چې د اردو اساسي دنده د خلکو امنیت او د هېواد د ځمکني بشپړتیا ساتنه ده.

 برید جنرال علیزي ویلي: که مخالفان تاوتریخوالي روان وساتي؛ موږ ورسره د مبارزې پر کولو هیڅ اعتراض نلرو. مونږ ټولو هغو کسانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شو، چې زمونږ د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي.

دا ناسته په داسې حال کې تر سره کیږي، چې جنرال میلر له افغان مشرانو سره په کتنه کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار کړی او یو ځل بیا یې خپله ژمنه نوې کړې، چې دوی په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې د خوندیتوب لپاره روزنه او وسیلې لري.

جنرال میلر له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او په هېواد کې د جګړې پای لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک سوله غواړي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ له افغان ځواکونو سره خبرې کړي؛ تاوتریخوالی نور تاوتریخوالی رامنځته کوي او افغان ځواکونه به د افغانانو ساتنه روانه ساتي؛ خو سره له دې مونږ چمتو یو، چې د سولې تړون ته د رسیدو لاره ومومو.

Trending

Exit mobile version