Connect with us

تازه خبرونه

شتمن هېوادوال دې د خوراکي توکو بیې راټیټې او له بې‌وزلو سره مرسته وکړي – رییس الوزراء

خپور شوی

د

د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت په یوه پیغام کې له سوداګرو غوښتي، چې د خوراکي توکو بیې را ټیټې کړي.

په دې پیغام کې، چې نن (دوشنبه د کب یوویشتمه) خپور شوی رییس الوزراء د جوماتونو له خطیبانو او ملا امامانو وغوښتل، چې د تراویح پر لمانځه سربېره د دیني زده‌کړو، دعوت، د قرآن کریم ترجمه او د تفسیر درسونه هم تنظیم کړي، چې مسلمانان د الهي کلام پر معنا او موخه پوه شي.

هغه څرګنده کړې، چې سږ کال د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې راغلې، چې فلسطین د اسلامی نړۍ د نه بېلېدونکې برخې په توګه په تېره بیا غزه د صهیونیسټی یرغلګرو له سخت ظلم، کرکې او وحشت سره مخ ده او نړۍ یې پر غړېدلو سترګو ننداره کوي.

رییس الوزراء له نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغه ظلم او وحشت د پای ته رسولو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او د غزې له مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.

ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې: هغه څه، چې په غزه کې روان دی د بشریت پر تاریخ یو تور داغ دی او هغه هېوادونه، چې دغه ظلم ته یې لار اواره کړې او یا یې د مخنیوی لپاره رښتینې هڅې نه‌کوي؛ د صهیونیسټی یرغلګرو جرمي شریکان دي.

په تېرو پېنځه میاشتو کې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۷۲ زره نور ټپیان دي او د ښارونو ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نن (دوشنبه) روژه ده.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

Published

on

د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.

دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼ‌شمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.

د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.

ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سوله‌ییزه حل کړي – د قطر امیر

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

Published

on

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سوله‌ییزې حل کړي.

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.

قطر د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!