نړۍ

شمالي کوريا په روسيه کې پوځيان لري – امریکا

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین په روم کې د خبرو پرمهال ویلي؛ دا به ډېره جدي وي که شمالي کوریا په اوکراین کې له روسیې سره ګډې جګړې ته چمتو شي؛ لکه څنګه یې، چې کیف ادعا کړې.

Published

on

امریک د چارشنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره ویلي؛ داسې شواهد یې لیدلي، چې شمالي کوریا په اوکراین کې د جګړې لپاره روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي،  چې کیدای شي د خپل ګاونډي پر وړاندې د روسیې په جګړه کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین په روم کې د خبرو پرمهال ویلي؛ دا به ډېره جدي وي که شمالي کوریا په اوکراین کې له روسیې سره ګډې جګړې ته چمتو شي؛ لکه څنګه یې، چې کیف ادعا کړې.

رویټرز راپور ورکړی، چې هغه ویلي؛ لیدل شي، چې دوی به هلته څه وکړي.

آسټین خبریالانو ته ویلۍ: داسې شواهد شته، چې په روسیه کې د DPRK سرتېري شتون لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د چارشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل: امریکا په دې باور ده، چې د شمالي کوریا لږ تر لږه ۳۰۰۰ سرتېري د روسیې د ختیځ په درې پوځي اډو کې تر روزنې لاندې دي.

کربي وایي؛ امریکا پرېکړه کړې، چې د شمالي کوریا سرتېري د اوکټوبر له پیل څخه تر نیمایي پورې د شمالي کوریا له ونسان سیمې څخه د روسیې ختیځ ولادیوستوک ښار ته د کښتۍ پر مټ لېږدول شوي دي.

هغه ویلي: که دوی د اوکراین پر وړاندې د جګړې لپاره ځای پر ځای شي، دا به عادلانه لوبه او هدف وي او د اوکرایین پوځ به د شمالي کوریا د سرتېرو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. لکه څنګه، چې یې د روسي سرتېرو پر وړاندې له ځان دفاع کړې.

په سیول کې د سویلي کوریا وکیلانو ویلي؛ پیونګ یانګ د شاوخوا ۱۰ زره سرتېرو د چمتو کولو ژمنه کړې، چې تر ډسمبره به پوره ده.

د اوکراین شخړه هغه مهال پیل شوه کله، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پخپل ګاونډ برید وکړ او تر دې دمه دواړو خواوو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

کرملین مخکې د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه د سیول ادعاوې “جعلي خبرونه” بللي او په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي د دوشنبې پر ورځ په یوه غونډه کې هغه “بې بنسټه اوازې” یادې کړې.

مسکو او پیونګ یانګ دواړو د وسلو لېږد هم رد کړی دی.

 

Trending

Exit mobile version