نړۍ

شمالي کوریا دوه نور بالستیک توغندي وتوغول

Published

on

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو اعلان ویلي، چې پیونګ یانګ نن سهار (یکشنبه د تلې ۱۷) دوه نور بالستیک راکتونه توغولي، چې په وروستیو ورځو کې یې شمېر اووه هغو ته رسېدلی دی.

د جنوبي کوریا چارواکو ويلي؛ د شمالي کوریا د راکتونو د توغولو زیاتوالی او د دغه هېواد په اتومي سایت کې د چمتووالي ښودنه ښیي، چې پیونګ یانګ د ۲۰۱۷ کال تر بل هر وخت خپل دریځ ته نږدې شوی دی.

سږ کال شمالي کوریا اعلان وکړ، چې له بریالیتوب سره یې د هایدروجن بم ازموینه هم کړې ده.

دغه راز د جاپان دفاع وزیر توشیرو انویو د دې توغندیز برید د جزئیاتو په اړه خبریالانو ته څرګنده کړې: د شمالي کوریا دواړه توغندي، چې نن توغول شوي د ۱۰۰ کیلومترو پر لوړوالي یې ۳۵۰ کیلومتره واټن وهلي؛ لومړی توغندی پر ځايي وخت د سهار پر ۱:۴۷ وتوغول شو او دوه یم هغه شاوخوا شپږ دقیقې وروسته پورته شو.

امریکا هم اعلان کړی، چې د توغنديو له ازمایښت وروسته په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره سلا مشورې کوي.

شمالي کوريا په ډاګه کړې: د امريکا د مستقيمو پوځي ګواښونو پر وړاندې یې د ځان د دفاع لپاره توغندي توغولي او د ګاونډيانو امنيت ته يې زيان ندی رسولی.

شمالي کوریا د سې شنبې پر ورځ په پېنځه کلونو کې د لومړي ځل لپاره د جاپان پر لوري بالستیک توغندی وتوغاوه. د دغو اقداماتو په غبرګون کې جنوبي کوریا او جاپان په وروستیو ورځو کې له امریکا سره په ګډه سمندري روزنې ترسره کوي.

د جنوبي کوریا او امریکایي چارواکو هم په کراتو ویلي، چې پر شمالي کوریا د برید کولو هیڅ نیت نلري.

Trending

Exit mobile version