نړۍ
شمالي کوریا د تاکتیکي اتومي برید روزنیزې هڅې ترسره کړې
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې هېواد یې د شنبې پر ورځ د تاکتیکي اتومي برید روزنیزې هڅې ترسره کړې، چې په کې د اوږده واټن دوه کروز توغندي هم ول.
د سرچینې د څرګندونو له مخې دغه هڅې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له کښتیو او مهماتو څخه کتنه کوله.
د رویترز د څرګندونو له مخې یادې سرچینې څرګنده کړې؛ دا روزنیزې هڅې دښمن ته د ګواښ پو توګه د شنبې پر سهار ترسره شوي، چې د اتومي جګړې په صورت کې به یې هېواد چمتو وي. پیونګ یانګ یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د واشنګټن او سیول پر وړاندې به پوځي ټینګار نور هم پیاوړی کړي.
دوه کروز توغندي، چې اتومي خولۍ یې لیږدولې د تاپووزمې لویدیز بحر ته وتوغول شول، چې د ۱۵۰۰ مترو پر لوړوالي یې ۱۵۰ کیلومتره واټن وهلی دی.
د توغندیو وروستۍ ازموینه د پنجشنبې پر ورځ د سویلي کوریا او متحده ایالاتو ترمنځ د دوبي د ګډو پوځي روزنیزو هڅو له پای ته رسیدو وروسته ترسره شوه.
شمالي کوریا د واشنګټن او سیول پر وړاندې خپل پوځي ټینګار زیات کړی او تېره میاشت د دوی ترمنځ د پوځي همکارۍ د پراختیا پر تړون نیوکه وکړه.
