ساینس او ​​ټیکنالوژي

شمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټ‌باټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه

دغه چټ‌باټ د« کیم ایل سونګ» پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د څېړنیز انسټیټیوټ او په پیونګ‌یانګ کې میشتې «فورون‌هانویل» سافټویر شرکت په ګډه جوړ کړی دی.

Published

on

 

«۳۸ نارټ» نومي څېړنیز مرکز راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا تحولات څاري؛ دغه چټ‌باټ، چې « د مصنوعي ځیرکتیا د خدمتونو ۱.۰ سیسټم؛ د پوهې چینه» نومېږي، په پیونګ‌یانګ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د لاسته راوړنو په ملي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

دغه چټ‌باټ د« کیم ایل سونګ» پوهنتون د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د څېړنیز انسټیټیوټ او په پیونګ‌یانګ کې میشتې «فورون‌هانویل» سافټویر شرکت په ګډه جوړ کړی دی.

دغه چټ‌باټ کولی شي د علومو او ټکنالوژۍ اړوند پوښتنو ته په کوریايي او انګلیسي ژبو ځوابونه ورکړي او د ژباړې خدمتونه هم وړاندې کړي.

د«۳۸ نارټ» د راپور له مخې؛ نندارې ته په وړاندې شویو انځورونو کې پر پرده داسې خبرداری لیدل کېږي، چې کاروونکو ته سپارښتنه کوي؛ سیاسي او ټولنیزې پوښتنې مطرح نه‌کړي. همدارنګه داسې ښکاري، چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټم ته د پوښتنو له لېږلو مخکې د غوښتنو د محتوا د ډلبندۍ یو سیسټم یې ارزوي.

د هغه هارډویر په اړه معلومات نه‌دي خپاره شوي، چې دغه سیسټم پرې چلېږي؛ خو«۳۸ نارټ» اټکل کوي، چې په دغه چټ‌باټ کې کارول شوې مصنوعي ځیرکتیا ماډل ښايي پر بشپړه بڼه په شمالي کوریا کې نه‌وي جوړ شوی، بلکې د امریکايي یا چینايي شرکتونو او څېړنیزو مرکزونو له لوري د جوړو شویو هغو ماډلونو څخه وي، چې وزنونه یې پرانیستي دي. لکه د ګوګل«جیما» یا د علي‌بابا«کیوون» ماډل.

په راپور کې همدارنګه راغلي، چې په شمالي کوریا کې د سترو معلوماتي مرکزونو کمښت ښايي په دې هېواد کې د مصنوعي ځیرکتیا د تر ټولو پرمختللیو ماډلونو د پراخې کارونې پر وړاندې خنډ وي.

Trending

Exit mobile version