ساینس او ټیکنالوژي
شمالي کوریا سوپرسونیک توغندي بریالی وتوغاوه

د شمالي کوریا رسمي خبري سرچینې د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې دې هېواد پرون د سوپرسونیک توغندي بریالۍ آزموینه ترسره کړې ده.
د جاپان او شمالي کوریا دفاعي چارواکو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې شمالي کوریا یو ناپېژانده توغندی، چې د بالستیک توغندی شک پرې کیږي؛ د دې هېواد د ختیځو اوبو پر لوري توغولی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ شمالي کوریا، چې پر لومړي ځل یې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په سپټمبر کې د یو سوپرسونیک توغندي تجربه کړی و؛ د هغو هېوادونو په لیکه کې ودرېد، چې په نړۍ کې د دغو توغنديو ټکنالوژي کاروي.
د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې زیاته کړې؛ د سوپرسونیک توغندیو تجربوي بریالیتوب سټراټیژیک ارزښت لري؛ ځکه، چې هېواد یې د سټراټیژیک وسلوال ځواک د عصري کولو دنده ګړندۍ کوي.
دغه سوپرسونیک توغندی، چې د چارشنبې پر ورځ وآزمویل شو، تر ۷۰۰ کیلومټره واټن وهلو وروسته خپلې موخې ته ورسېدو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون د یاد توغندي له توغېدو وروسته دا کار وغانده او دا هڅه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ونوماوله او وایي، چې دا هڅه د پیونګ یانګ ګاونډ هېوادونو ته ګواښ دی.
دې سرچینې زیاته کړې؛ مونږ له شمالي کوریا سره ډیپلوماټیک چلند ته ژمن یو او له دوی څخه غواړو، چې په دې اړه خبرو ته غاړه کېدي؛ ځکه امریکا د شمالي کوریا او جاپان دفاع ته ژمنه ده.
ساینس او ټیکنالوژي
د هیوندا موټرجوړولو شرکت غواړي په امریکا کې پانګونه وکړي

هغه پانګوونه، چې سیول ته د جو بایډن د سفر په بهیر کې اعلان شوې؛ د روباټتک، ښاري هوایی چلند، اتومات موټر چلولو او مصنوعي استخباراتو په برخو کې به وي.
یاد شرکت ، چې د کیا موټر له مالکیته هعم برخمن دی؛ د جمعې پر ورځ اعلان وکړ، چې دوی په ګرجستان کې د برښنایي موټرو (EVs) او بیټرۍ تجهیزاتو جوړولو لپاره ۵.۵ میلیارد ډالر پانګونه کوي.
دغه نوې پانګونه به تر ۲۰۲۵ کال پورې امریکا ته پلان شوې پانګه شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي، چې د تېر کال اعلان شوي ۷.۴ میلیارده ډالرو څخه لوړ دی. د نړۍ درېیم لوی موټر جوړونکي تر دې دمه اعلان ندی کړی، چې د ۵ میلیارد ډالرو اضافي پانګه به چېرته ولګوي.
د هیونډای موټرو مرستیال چنګ ایوی سان ویلي؛ زه ډاډه یم، چې په ګورجستان کې نوی فابریکه به له مونږ سره مرسته وکړي، له امریکایي پېرودونکیو لپاره له کیفیت لرونکې برښنایي موټرو پېرېدونکیو د امریکا د موټرو صنعت کې مخکښ شو.
ساینس او ټیکنالوژي
په تکزاس کې د ټکنالوژۍ شرکتونو د ټولنیزو رسنیو پر قانون اندېښنه څرګنده کړه

د جمعې پر ورځ د ټکنالوژۍ شرکتونو لکه فیسبوک، ټویټر او ګوګل د امریکا د ټکزاس د رسنیو پر وړاندې سترې محکمې خپل غوښتنلیک وړاندې کړ.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ لابي ډلو سترې محکمې ته یو غوښتنلیک وړاندې کړ، چې د ټکنالوژۍ د درې لویو شرکتونو پر غوښتنه یې د سیاسي لید پر اړوند کاروونکیو د بندیز غوښتنه شوې.
په دې غوښتنلیک کې ډېري شرکتونه د ټکزاس د ټولنیزو رسنیو قانون د بندولو په لټه کې دي.
د ټکزاس د رسنیو قانون هغه وخت نافذ شو، چې د امریکا استیناف پنځمې محکمې د ولسوالۍ د قاضي حکم لغو کړ، چې د قانون پلي کیدو مخه نیسي.
ساینس او ټیکنالوژي
په جاپان کې لومړنی برښنایي ټویوټا موټر تولید شو

په جاپان کې ټویوټا شرکت د لومړني برښنایي ټویوټا موټر د تولید چارې پیل کړې، چې د بیټرۍ د چارج په اړه یې د چلوونکیو د اندېښنو په کمولو کې مرسته کوي.
د شته معلوماتو له مخې؛ د بینزیني – برښنایي هایبرډ ماډلونه د جاپان په کورني بازار کې د برښنایي موټرو په پرتله خورا مشهور دي، کوم، چې تېر کال په جاپان کې د پلورل شوي مسافر وړونکیو موټرو یوازې یو سلنه برخه جوړوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د برښنایي موټرو بازار چټکه وده کوي او د ټیسلا په ګډون بهرني موټر جوړونکي شرکتونه د جاپان بازار ته د ننوتو په حال کې دي.
ټیوټا BZ4X د بیمې، رغونې او د بیټرۍ د لګښت له ډاډ سره پر ۳۹۰۰۰ ډالرو پلورل کیږي.
د CLSA شنونکي کریسټوفر ریشټر ویلي: که څه هم په جاپان کې له برښنایي موټرو ډېر هرکلی ندی شوی؛ خو دا حالت مخ پر بدلېدو دی او ټویوټا ممکن د موټرو پلورلو پرځای پر اجاره ورکولو له تمرکز سره د بازار برخه له لاسه ورکړي. په هرصورت، په دې برخه کې کوم روښانه لید شتون نلري.
ټویوټا د تېر کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خپلو موټرو د برښنایي کولو لپاره ۶۲ میلیارد ډالر ځانګړي کړي.
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
بهر میشتې افغان سوداګر او پانګوال دې هېواد ته راستانه شي – اسلامي امارت
-
نړۍ 5 ورځې مخکې
د روسیې او اوکراین د سولې خبرې د ناندریو ښکار شوې
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي له مولوي متقي سره ولیدل
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
امریکا ختیځې آسیا ته د جوبایډن د سفر په درشل کې شمالي کوریا وګواښله
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په ماریوپول کې لږ تر لږه ۷۰۰ اوکرایني جنګیالي تسلیم شوي – روسیه
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د ا.ا په منځګړیتوب پاکستاني حکومت او تحریک طالبانو لنډمهاله اوربند ته زمینه برابره کړه
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
امریکا له پاکستان سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي – انتوني بلینکن
-
لوبی 3 ورځې مخکې
کرکټ ملي لوبډله شل آوریزو لوبو ته چمتووالی نیسي