نړۍ

شمالي کوریا له خپل اوبتله توغندي وتوغول

Published

on

د رویترز د دوشنبې پر ورځ د دولتي خبري آژانس KCNA د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ پر اټومي وسلو سمبالې شمالي کوریا د یکشنبې پر ورځ له خپل اوبتله دوه ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او سویلي کوریا ګډې پوځي روزنیزې هڅې پیل کړي دي.

د ستراتیژیک نومونه د هغو وسلو د ستایلو لپاره کارول کیږي، چې اتومي وړتیاوې لري.

سرچینې دا هم ویلي، چې له اوبتلونو توغول شویو توغندیو نه یوازې د دغه سیستم اعتبار تائید کړ، بلکې تر اوبو لاندې یرغلیز عملیات یې هم ډاډمن کړل.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز (JCS) څرګنده کړې، چې اردو یې د تیارسۍ په حالت کې ده او د هېواد استخباراتي اداره په دې اړه له امریکا سره ګډې هڅې کوي.

د دوشنبې پر ورځ، د سویلي کوریا او امریکایي پوځیانو ۱۱ ورځنۍ ګډې پوځي هڅې د آزادۍ ۲۳ سپر تر نامه لاندې پیل کړې، چې ساری یې له ۲۰۱۷ راپدیخوا لیدل شوی ندی.

شمالي کوریا د اوږدې مودې راپدیخوا د برید لپاره د توغندیو توغولو تجربې کوي. دغه هېواد په تېر کال کې بې سارې توغندي توغولي او د اتومي وسلو د جوړولو او کارولو هڅه کوي.

د سویلي کوریا د یووالي وزارت ویاند کو بیونګ سام ویلي: دا ډېره د خواشینۍ وړ ده چې شمالي کوریا زموږ منظمې دفاعي روزنیزې هڅې د پارونې لپاره کاروي. زه هیله لرم، چې شمالي کوریا وپوهیږي، چې د کوریا په ټاپو وزمه کې د تاو تریخوالي له زیاتېدو څخه هیڅ شی نشي ترلاسه کولی.

د جاپان د کابینې لوی سکرتر هیروکازو ماتسونو ویلي؛ داسې معلومات نشته، چې دغه توغندی دې د جاپان د اوبو په لور الوتی وي او یا دې کوم زیان اړولی وي.

ماتسونو وایي: که د شمالي کوریا دا اعلان، چې دا توغندی له ۱۵۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن ویشتلی وي؛ رښتیا وي، نو دا به د سیمې سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي او مونږ ترې اندېښمن یوو.

هغه ویلي، چې په آسیا – آرام سمندر کې د امریکا نظامي پاتې کېدل د سیمې یوه اړتیا ده او شونې ده، چې شمالي کوریا د اتومي تجربو په څېر نورو پارونکیو عملونو ته مخه کړي.

د رویترز د راپور له مخې؛ شمالي کوریا ویلي، چې دوی د بالستیک توغندیو عملیاتي اوبتل جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شمالي کوریا مشر کیم ویلي، چې د رښتینې جګړې د مخنیوي لپاره باید د د وسلو پر پیاوړتیاوو کار روان وساتل شي.  

Trending

Exit mobile version