نړۍ
شمالی کوریا د پیونګ یانګ له هوایي ډګره ۲ بالسټیک توغندی وتوغول – سویلی کوریا
د جنوبي کوریا پوځ په ډاګه کړې، چې شمالي کوریا د دوشنبې پر ورځ د پلازمېنې پیونګ یانګ له هوايي ډګره دوه شکمن لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي وتوغول، چې په تېره یوه میاشت کې یې دا څلورمه تجربه ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې جاپان هم د دې توغندي له توغولو راپور ورکړی او د کابینې منشي هیروکازو ماټسونو دا کړنه د سولې او امنیت لپاره یو ګواښ وباله.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز څرګنده کړې، چې د دوشنبې د ورځې دغه توخندي د پیونګ یانګ له سنان له هوایي ډګره ختیځ لوري ته توغول شوي دي.
شمالي کوریا پر ۲۰۱۷ زېږدیز کال د مشر کیم جونګ اون په حضور کې له همدې هوایي ډګره د هواسونګ - ۱۲ منځني واټن بالسټیک توغندي وتوغول.
د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ توغول شويو توغنديو شاوخوا ۳۸۰ کیلومټره واټن له ۴۲ کیلومټره لوړوالي سره وهلی دی.
د جاپان دفاع وزیر نوبو کیشي رویټرز ته ویلي؛ داسې ښکاري، چې توغندي د شمالي کوریا ختیځ ساحل ته څېرمه په سمندر کې لوېدلي دي.
هغه خبریالانو ته ویلي: دا پخپله څرګنده ده، چې شمالي کوریا له پرلپسې توغندیو له توغولو دا موخه لري، چې په دې اړه خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي.
کیشي زیاته کړې: د شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو پرلپسې تجربې د جاپان په ګډون د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم راپارولي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو ښکاره سرغړونه ده.
د امریکایي پوځ د هند - پاسیفیک قومندانۍ ویلي، چې دمګړۍ دې تجربو د مونږ او یا متحدینو ته ګواښ ندی رامنځته کړی؛ خو د توغندیو دا تجربه د (شمالي کوریا) د ناقانونه وسلو د پروګرام د بې ثباتۍ اغېزه په ګوته کوي.
د یادونې ده، چې شمالي کوریا د تاکتیکي اټومي وسلو جوړولو ته ژمنه ده او چارواکي یې هیله من دي، چې اټومي خولۍ به هم په کې ځای پرځای کړي.
نړۍ
هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ
د ناټو عمومي منشي د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: په جګړه کې له خطر پرته بل غوراوی نشته؛ خو زه ډاډه یم، چې زمونږ ( بریټانیا او ناټو) لپاره ترټولو لوی خطر به په اوکراین کې د ولسمشر پوتین بریا وي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې پر روسیې د اوکراین د لرې واټن ویشتونکیو توغندیو د توغولو په اړه له خبرو هرکلی کوي؛ خو هر هېواد دې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څو میاشتو راپدېخوا له خپلو متحدینو کیف ته د روسیې پر خاوره د امریکا د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو او د بریټانیا د توپان سیوري په ګډون د غربي توغندیو د کارولو اجازه غوښتې، چې د مسکو د بریدونو اغېز پرې محدود کړي.
د بریټانیا لومړي وزیر کر سټارمر او د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې بحث وکړ، چې آیا کیف د روسیې پر اهدافو لرې واټن ویشتونکي توغندي وکاروي او که نه؛ خو په دې اړه کومه پرېکړه اعلان نشوه.
سټولټنبرګ زیاته کړې: زه له دې پرمختګونو او دې پرېکړو هرکلی کوم؛ خو هر متحد باید وروستۍ پرېکړه پخپله وکړي. متحدین پدې اړه بېلابېلې تګلارې لري.
رویټرز راپور ورکړی، چې ځینې امریکایي چارواکي شکمن دي، چې د مسکو پر وړاندې د دغو توغندیو د کارولو اجازه به د روسیې د ځواکونو پر وړاندې د کیف په جګړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که غرب اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د لویدیځ پر لرې واټن ویشتونکیو توغندیو برید وکړي؛ نو دا به له روسیې سره په جګړه کې د لویدیځ د ښکېلتیا معنا ولري.
د ناټو عمومي منشي د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: په جګړه کې له خطر پرته بل غوراوی نشته؛ خو زه ډاډه یم، چې زمونږ ( بریټانیا او ناټو) لپاره ترټولو لوی خطر به په اوکراین کې د ولسمشر پوتین بریا وي.
نړۍ
د ډونالډ ټرمپ د وژنې یوه بله هڅه هم شنډه شوه
رویټرز راپور ورکړ، چې شکمن یو AK-47 ډوله ټوپک او نور توکي د پېښې په ځای کې پرېښود او په موټر کې وتښتید؛ خو وروسته ونیول شو.
د جمهوري غوښتونکیو د ولسمشرۍ پر نوماند ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې د ګولف کلب ته نږدې د وژنې هڅه شوې؛ هغه خوندي دی او یو شکمن نیول شوی دی.
د قانون پلي کوونکیو چارواکو ویلي: کله، چې د پټو خدماتو څو کارمندانو ګولف لوبې ته نږدې په بوټو کې یو وسلهوال ولید؛ نو ورسره سم یې هغه ځای ته نږدې ډزې وکړې، چې ټرمپ یې په څو سوه مټرۍ کې لوبه کوله.
رویټرز راپور ورکړ، چې شکمن یو AK-47 ډوله ټوپک او نور توکي د پېښې په ځای کې پرېښود او په موټر کې وتښتید؛ خو وروسته ونیول شو.
دا پېښه يوه مياشت وروسته له هغې رامنځته کیږي، چې په پنسلوانيا کې يوه کس د ټاکنيزې غونډې پر مهال ر نوموړي ډزې وکړې او هغه یې پر غوږ ټپي کړ.
دواړه پېښې د ولسمشرۍ د نوماندانو د خوندي ساتلو ننګونې په ګوته کوي، چې د نومبر ۵ ټاکنو ته، چې ورته توده سیالي روانه ده؛ یوازې اووه اوونۍ پاتې دي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې د پټو خدماتو او پولیسو څخه د هغه مننه وکړه.
هغه وایي: زه غواړم ستاسې د اندېښنو او نیکو هیلو لپاره له هر یوه څخه مننه وکړم - دا یقینا یوه په زړه پوري ورځ وه!
سي ان ان، فاکس نیوز او نیویارک ټایمز د ناپېژندل شویو قانون پلي کوونکیو چارواکو په حواله شکمن د هاوایی ۵۸ کلن ریان ویسلي روت پر توګه او پېژندلی. اف بي آی له څه ویلو ډډه وکړه او رویټرز نشي کولی په خپلواکه توګه د هغه هویت تائید کړي.
دا اوس هم روښانه نده، چې آیا څنګه شکمن د ټرمپ له لوبې خبرو او که هغه کومه بله انګیزه لرله؛ خو د برید هڅه ښیي، چې د نوموړي د ساتنې کچه نورې پوښتنې هم راپورته کوي.
نړۍ
په نایجیریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شول
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې: د شنبې پر سهار یوه لرګینه کښتۍ، چې ۷۰ بزګران په کې سپاره ول؛ د ګومي ښارګوټي کروندو ته نږدې ډوبه شوه.
سیمه ییزو چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، د نایجیریا د شمال لویدیځ د زمفارا ایالت په یوه سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شوي دي.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې: د شنبې پر سهار یوه لرګینه کښتۍ، چې ۷۰ بزګران په کې سپاره ول؛ د ګومي ښارګوټي کروندو ته نږدې ډوبه شوه.
سیمهییزو چارواکو زیاته کړې؛ د ژغورنې په درې ساعته عملیاتو کې د اړوند سیمې د اوسیدونکيو پر مرسته شپږ ژوندي پاتې شوي کسان له اوبو څخه را ووایستل شول.
امینو نوهو فلاله، چې د ژغورنې هڅې یې رهبري کولې ویلي؛ دا دوهیم ځل دی، چې د ګومي سیمهییز حکومت په اړوند سیمه کې دا ډول پېښې رامنځته کیږي.
دغه راز زیاته شوې، چې بېړنیو ډلو د نورو د ژوندي پاتې کیدو په هیله لټون چټک کړی دی.
د سنتي حاکم د څرګندونو له مخې؛ له ۹۰۰ څخه زیات بزګران هره ورځ خپلو کروندو ته د لاسرسي لپاره له دې سیند څخه تېریږي. په داسې حال کې، چې د لېږد رالېږد لپاره یوازې دوه کښتۍ شته، چې ډېري وختونه ګڼه ګوڼه هم رامنځته کیږي.
د زمفارا ایالت خلک له دې مخکې نه یوازې د جنایي ډلو لخوا ځپل شوی، چې پر معدني سرچینو د کنټرول هڅې کوي، بلکې سختو بارانونو او سیلابونو زیانمن کړل، چې د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې دغو سېلابونو دوه اوونۍ مخکې د سیمې له ۱۰ زره څخه ډېر اوسېدونکي هم بې ځایه کړل.
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
لوبی2 days ago
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
-
نړۍ14 hours ago
هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ
-
لوبی2 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
-
لوبی2 days ago
د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي
-
نړۍ3 days ago
په نایجیریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شول
-
لوبی6 hours ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري