Connect with us

سیمه ییز خبرونه

شونې ده، چې د برید تر شا د داعش لاس وي – پاکستاني پولیس

خپور شوی

د

پاکستان د دوشنبې پر ورځ له هغه ځانمرګي بریده د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کړل، چې تېره ورځ یې د یوې سیاسي ناستې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل؛ خو حکومت ژمنه کړې، چې په دې برید کې د لاس لرونکیو لټون روان دی.

تر دې دمه چا د دې بمي برید پړه، چې په کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي؛ پر غاړه نه‌ده اخستې. اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې پاکستانیو پولیسو ویلي: د دوی لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې د اسلامي دولت سیمه‌ییزه څانګه د دې برید تر شا لاس ولري.

قربانیان ټول د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي وه، چې مشري یې سخت دریځه سیاستوال او دیني عالم فضل الرحمن کوي؛ خو هغه په دې ناسته کې، چې د افغانستان او خیبر پښتونخوا ایالت د سرحدي سیمې په باجوړ بازار کې تر یوې لویې خیمې لاندې جوړه شوې وه؛ ګډون ونه‌کړ.

د یکشنبې د ورځې چاودنه د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د پاکستان په شمال لویدیځ کې له څلورو لویو بریدونو څخه یو هغه دی. هغه مهال په پېښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي له بریده ۱۴۷ کسان، چې زیاتره یې زده‌کوونکي ول، ووژل شول.

د جنورۍ په میاشت کې د پېښور پر یوه جومات له بریده ۷۴ کسان وژل شوي او د فبرورۍ په میاشت کې له ۱۰۰ څخه ډېرکسان، چې ډېري یې پولیس ول، د یوې خوندي ودانۍ دننه په یوه جومات کې پر بمي چاودنه ووژل شول، چې د پېښور د پولیسو مرکزي دفتر هم په کې و.

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ به په سپټمبر کې پاکستان ته سفر وکړي – راپورونه

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له تمې سره سم د ټرمپ له سفر خبر ندی.

Published

on

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان دوه سیمه‌ییزو ټلویزیوني چینلونو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په سپټمبر کې پاکستان ته سفر وکړي.

که دا خبر تائید شي؛ نو دا به په نږدې دوه لسیزو کې پاکستان ته د امریکا د ولسمشر لومړنی سفر وي؛ ځکه جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۶ کال کې پاکستان ته سفر کړی و.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ له تمې سره سم د ټرمپ له سفر خبر ندی.

دې دواړو ټلویزیوني چینلونو ویلي، چې ټرمپ به په سپټمبر کې اسلام‌آباد ته له رسېدو وروسته هند ته هم سفر وکړي.

د امریکا او پاکستان اړیکو هغه وخت ښه پرمختګ وموند، چې ټرمپ تېره میاشت په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځي مشر عاصم منیر کوربتوب وکړ.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عراق په یوه سوداګریز مرکز کې د اور‌لګېدو له کبله ۵۰ کسان مړه شول

رویټرز راپور ورکړی؛ په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د شپې پر مهال د الکوټ له یوې پېنځه‌پوړیزې ودانۍ د اور لمبې پورته کیږي او اور وژونکي یې د وژنې هڅه کوي.

Published

on

د عراق د ختیځ ښار الکوت په یوه سوداګریز مرکز کې د اور‌لګېدو له کبله د پنځوس کسانو له مړینې راپور ورکړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی؛ په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د شپې پر مهال د الکوټ له یوې پېنځه‌پوړیزې ودانۍ د اور لمبې پورته کیږي او اور وژونکي یې د وژنې هڅه کوي.

د اور لګېدو لامل سمدلاسه معلوم ندی؛ خو د الکوټ والي ویلي، چې د لومړنیو څېړنو پایلې به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې اعلان شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ودانۍ او مال د لرونکي پر وړاندې شکایت ثبت شوی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

روسیې او چین د اوکراین د جګړې او له امریکا سره د اړیکو په اړه خبرې وکړې

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره ولیدل.

Published

on

د روسیې او چین بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې پر ورځ له امریکا سره د خپلو اړیکو او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو پر امکاناتو خبرې کړې دي.
 

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره ولیدل.

لاوروف به په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: “دواړو خواوو له امریکا سره د اړیکو او د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د امکاناتو په اړه هم بحث وکړ.”

دې وزارت ویلي: “په نړیوال ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې همغږۍ په ګډون د ملګرو ملتونو او د هغې د امنیت شورا، SCO، BRICS، G20 او APEC د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وشو.”

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: “د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکه “د یو بل پراختیا او بیا ژوندي کول او په ګډه د یوې ګډوډې او بدلیدونکې نړۍ لخوا رامنځته شویو ننګونو ته ځواب ووایي.”

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوو د کوریا ټاپووزمې او د ایران د اټومي مسلې په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پوتین بیجینګ ته سفر وکړ او څو ورځې مخکې له دې، چې هغه اوکراین ته لسګونه زره سرتېري واستول “بې محدودیته” ملګرتیا اعلان کړه.

په دې راپور کې راغلي؛ پوتین کله نا کله چین د “متحد” په توګه ستایلی دی.

امریکا، چین خپل ترټولو لوی سیال او روسیه ترټولو لوی ملي ګواښ ګڼي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!