سیمه ییز خبرونه

شونې ده، چې د برید تر شا د داعش لاس وي – پاکستاني پولیس

Published

on

پاکستان د دوشنبې پر ورځ له هغه ځانمرګي بریده د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کړل، چې تېره ورځ یې د یوې سیاسي ناستې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل؛ خو حکومت ژمنه کړې، چې په دې برید کې د لاس لرونکیو لټون روان دی.

تر دې دمه چا د دې بمي برید پړه، چې په کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي؛ پر غاړه نه‌ده اخستې. اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې پاکستانیو پولیسو ویلي: د دوی لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې د اسلامي دولت سیمه‌ییزه څانګه د دې برید تر شا لاس ولري.

قربانیان ټول د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي وه، چې مشري یې سخت دریځه سیاستوال او دیني عالم فضل الرحمن کوي؛ خو هغه په دې ناسته کې، چې د افغانستان او خیبر پښتونخوا ایالت د سرحدي سیمې په باجوړ بازار کې تر یوې لویې خیمې لاندې جوړه شوې وه؛ ګډون ونه‌کړ.

د یکشنبې د ورځې چاودنه د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د پاکستان په شمال لویدیځ کې له څلورو لویو بریدونو څخه یو هغه دی. هغه مهال په پېښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي له بریده ۱۴۷ کسان، چې زیاتره یې زده‌کوونکي ول، ووژل شول.

د جنورۍ په میاشت کې د پېښور پر یوه جومات له بریده ۷۴ کسان وژل شوي او د فبرورۍ په میاشت کې له ۱۰۰ څخه ډېرکسان، چې ډېري یې پولیس ول، د یوې خوندي ودانۍ دننه په یوه جومات کې پر بمي چاودنه ووژل شول، چې د پېښور د پولیسو مرکزي دفتر هم په کې و.

Trending

Exit mobile version