روغتيا

شونې ده، چې کرونا ویروس له کاونده سپيو رامنځته شوی وي

Published

on

ساینس پوهانو د چین له ووهان بازاره، چې پر ۲۰۱۹ کال په کې د کرونا لومړۍ پېښه وپېژندل شوه؛ نوي ژنیتیکي شواهد موندلي دي.

د امریکا د ساینسي څرګندونو له مخې؛ دغه نوې ژنیتیکي موندنه د کرونا ویروس په رامنځته کېدو کې د څارویو له اصله ملاتړ کوي.

دا موندنې یوې مشورتي ډلې ته وړاندې شوې، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې لخوا جوړه شوې وه.

کرونا ویروس یوه نړیواله وبا رامنځته کړه، چې شاوخوا اووه میلیون خلک یې وژلي او پدې اړه یې داسې بحثونه راپورته کړل، چې آیا دا له ځنګلي ژونده انسانانو ته رالېږدېدلی او که په ووهان کې له لابراتواري کتنو رامنځته شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس تدروس ادهانوم ګیبریوس د جمعې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: دا معلومات د دې پوښتنې لپاره دقیق ځواب نه ورکوي، چې وبا څنګه پیل شوه؛ خو د معلوماتو هره برخه مونږ دې ځواب ته نږدې کولی شي.

ساینس پوهان، چې د معلوماتو شننه کوي؛ اوسمهال د خپلو موندنو په اړه یو راپور چمتو کوي او په دې تمه دي، چې په راتلونکیو ورځو کې يې خپور کړي.

Trending

Exit mobile version