تازه خبرونه
شپږ ګاونډ هېوادونو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د پاکستان د لومړي وزیرځانګړي استازي محمد صادق خان نن یکشنبه د وږي پر ۱۴ څرګنده کړې، چې د چین، پاکستان، ایران ، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړیو استازیو د پاکستان پر کوربتوب مجازي ناسته ترسره کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ټویټ کړی، چې پاکستان د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د ځانګړيو استازیو د مجازي ناستې مشري وکړه او د افغانستان وروستی وضعیت په کې وڅېړل شو.
محمد صادق خان زیاته کړې؛ ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان، پاکستان او تاجکستان ګډه هوکړه کړې، چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره اړینه ده.
صادق خان زیاته کړې، چې یو سوکاله او سوله ییز افغانستان کولی شي اقتصادي ګډون، د خلکو ترمنځ ځواکمنې اړیکې، سوداګریزه وده او سیمه ییزې اړیکې رامنځته کړي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې طالبان د نوي حکومت د اعلان لپاره چمتووالی نیسي او د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حمید له افغان سیاسي مشرانو سره له لیدنې وروسته کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی دی.