تازه خبرونه
شیایومي کارخونه به په کال کې د ۳۰۰۰۰۰ موټرو جوړولو وړتیا ولري
Last Updated on: ليندۍ ۷, ۱۴۰۰
د سمارټ ګرځند تر ټولو لوی جوړونکی شیایومي شرکت، چې اوس یې د موټرو صنعت ته مخه کړې؛ یوهکارخونه جوړوي، چې کولی شي په کال کې ۳۰۰۰۰۰ برښنایي موټر تولید کړي.
د ټکنالوژۍ دغه چینایي لوی شرکت غواړي، چې د موټردغه کارخونه په پلازمېنه بیجینګ کې جوړه کړي.
د شیایومي چارواکو ويلي؛ تمه ده، چې تر ۲۰۲۴ زېږدیز کاله ډېر شمېر برښنایي موټر تولید شي.
دغه شرکت د مارچ په میاشت کې اعلان کړی و، چې تر راتلونکیو لس کلونو به د برښنایي موټرو پر تولیداتو لږ تر لږه ۱۰ میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.