تازه خبرونه
شیخ یوسف القرضاوي وفات شو
د اسلامي نړۍ نومیالی عالم او د مصر د اخوان المسلمین روحاني مشر شیخ یوسف القرضاوي نن دوشنبه د تلې پر څلورمه د ۹۶ کلونو پر عمر وفات شو.
شیخ القرضاوي د اسلامي عالمانو د نړیوال اتحاد بنسټ ایښودونکی هم و.
د نوموړي له ۱۲۰ ډېر کتابونه خپاره شوي او په دیني علومو کې یې اته نړیوالې جایزې ترلاسه کړي. شیخ القرضاوي په اوسني وخت کې یو له خورا اغېزمنو اسلامي عالمانو څخه و.
نوموړي په الجزیره شبکه کې خپله د شریعت او ژوند خپرونه خپروله، چې په ټوله نړۍ کې له ۴۰ څخه تر ۶۰ میلیون لیدونکي لري.
القرضاوي د اخوان المسلمین یو له مخکښو فکري شخصیتونو څخه و، چې د خپل ژوند په ټول اوږده پړاو کې یې خپله سیاسي او دیني پوهه په ساده ژبه وړاندې کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د خواخوږۍ په یوه پیغام کې څرګنده کړې، چې د شیخ یوسف القرضاوي مړینه د اسلامي امت لپاره یوه نه جبرانېدونکې ستره ضایعه ده.
