پرمختګ او بشپړتیا
صافي هوايي شركت به ډېر ژر كورنۍ الوتنې پيل كړي
د صافي هوايي شركت رييس د كابل په نړيوال هوايي ډگر كې د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې:
د دغه شركت ۳۲۰ ايربس الوتكه، چې د ټرانسپورت وزارت له خوا يې تخنيكي ستونزې څېړل شوي او په نړيوالو معيارونو برابره ده؛ په هېواد كې به دننه خپلې الوتنې پيل كړي .
د صافي هوايي شركت رييس غلا م حضرت صافي وايي:
دغه الو تكه، چې په نړيوالو معيارونو برابره د ه؛ نوې پېرودل شوې، چې له د ې وروسته به په هيواد كې دننه د هېواد والو په خدمت كې خپلې الوتنې ترسره كړي.
نوموړي وويل، چې:
دغه الوتكه به ډېر ژر د كندهار او هرات ولايتونو ته خپلې كورنۍ الوتنې پيل كړي.
نوموړي وويل، چې:
دغه الوتكه په يوه وخت كې د ۱۴۴ كسانو د ليږد وړتيا لري.
دغه ۳۲۰ ايربس الوتكه، چې له يوې نړيوالې كمپنۍ څخه پېرودل شوې، پيسې به يې د ۵ كلونو په موده كې د قسط په ډول وركړ شي.
د يادونې وړده، چې د صافي هوايي شركت يوه اوونۍ مخكې هم ورته الوتكه د افغا نستان او ډهلي ترمنځ د الوتنې لپاره پېرودل شوې وه