تازه خبرونه

صعودي عربستان په کابل کې قونسلي چارې پیل کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۴۰۰)

سعودي عربستان څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ورځ یې په کابل کې د خپل سفارت د قونسلګرۍ څانګه د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پرانیستله.

د افغانستان اسلامي امارت له دغه وروستۍ هڅې هرکلی کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله وثیق ټویټ کړی، چې په افغانستان کي د سعودي عربستان سفارت ١٤ كسيز ډيپلوماتيک پلاوی د سې شنبې پر ورځ د لیندۍ ۹ / د نومبر ۳۰  کابل ته راستون او په خپل سفارت کي یې افغان ولس ته قونسلي خدمات پيل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د سعودي حکومت دغه نيک ګام ستايلی او د ښو اړيکو زیری يې بولي.

له دې مخکې عربي متحده اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیستی دی.

ذبیح الله مجاهد، د افغانستان اسلامي امارت مرستیال او ویاند تېره اوونۍ ویلي وه، چې د عربي متحده اماراتو د سفارت بیا پرانستل یو “ښه ګام” دی.

عربي متحده امارات یو له څو هېوادونو څخه و، چې د پاکستان او سعودي عربستان پهګډون یې  په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت پېژندلی و.

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو سیمه‌ییزو او نورو هېوادونو غوښتي،  چې بېرته په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي او دوی یې د امنیت خوندیتوب ته ژمن دي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي هم څه وخت مخکې رسنیو ته ویلي وه؛ یو شمېر نور هېوادونه هم چمتو دي، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

نوموړيٍ که څه هم د کوم هېواد نوم ندی اخیستی؛ خو په خبره یې اوسمهال شاوخوا ۱۰ هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه او استازولۍ لري.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا ویلي وه؛ هېواد یې هم پرېکړه کړې، چې په کابل کې د نوي حکومت لخوا امنیتي ډاد وروسته خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي، چې تکاشي اوکاډا دغه موضوع په کابل کې د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د جاپان سفير ډاډ څرګند کړی، چې هېواد يې له افغانانو سره د مرستو لپاره چمتو دى او په دې اړه له اسلامي امارت سره یې کار روان ساتلی دی.

د یادونې وړ ده، چې په تېر اګسټ میاشت کې پر کابل د اسلامي امارت له واکمنۍ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر هېوادونو د کابل سفارتونه وتړل؛ خو اوس یو ځل بیا هڅې پیل شوي، چې تړل شوي سفارتونه بیا پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version