تازه خبرونه
طالبانو د بغلان ولایت بورکه ولسوالي ونیوله
د بغلان وړلایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په تکتیکي بڼه له دې ولسوالۍ شاتګ کړی؛ خو خلکو پرې نیوکې کړ دي.
د بغلان د بورکې ولسوالي د چارشنبې پر سهار( د غویی ۱۵) د طالبانو تر بشپړې څارنې لاندې راغله. په دې ولایت کې پوځي او ملکي مسوولینو په یوه پوځي ناسته کې پرېکړه وکړه، چې له دې ولسوالۍ ووځي او لس بجې دا کار ترسره شو.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت ویلي؛ حکومتي ځواکونو د نهرین ولسوالۍ تاوشخ غاښي ته شاتګ کړی دی.
د بغلان مرستیال والي ذبیح الله احساس ویلي؛ دا شاتګ تکتیکي دی او بېرته به دا ولسوالۍ ونیول شي.
د بغلان خلګ تاوتریخوالی او د ملکي او پوځي تلفاتو ډېروالی د اندېښنې وړ بولي د جګړې په ډګرونو کې د حکومت دغه تکتیک غندي.
طالبانو ویلي، چې بورکه ولسوالۍ یې له جګړې پرته نیولې ده.