تازه خبرونه
طالبانو د تخار – کندوز په لویه لار کې د عامه پولیسو پر مرکز برید کړی
امنیتي ځواکونو منلې، چې د تخار – کندوز پر لویه لار د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درندې نښتې شوې دي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي، چې د یکشنبې پر سهار شاوخوا څلور بجې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې هغه مهال پیل شوې، چې طالب جنګیالیو د عامه پولیسو پر اړوند مرکز برید وکړ.
د اسیر د څرګندونو له مخې؛ طالبانو پوځي مرکز سیمې ته نږدې یو پل هم ویجاړ کړی، چې مرکز ته د وردننه لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي؛ خو افغان امنیتي ځواکونو پوځي مرکز ته د دوی د وردننه کیدو مخه نیولې ده.
تر دې دمه د ځاني زیانونو په اړه معلومات نشته.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.