تازه خبرونه
طالبانو د خپلې اجنډا د سپارلو لپاره وخت غوښتی – سرچینې
د افغانستان د حکومتي پلاوي سرچینو منلې، چې د طالبانو مرکچي پلاوي د خپلې اجنډا د وروستي کولو لپاره د افغانستان له جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي څو ورځې وخت غوښتی او دا غوښتنه د مرکچي پلاوي د مشرانو او ځینو غړیو د تېرې شپې په ناسته کې رامنځته شوې؛ خو جمهوریت پلوي پلاوي خپله اجنډا له ترتیبولو وروسته طالبانو ته سپارلې ده.
له څو ورځو دمې وروسته دا دی د دوشنبې پر شپه د جمهوریت او امارت د مرکچي پلاوو مشرانو او ځینو غړیو پر اجنډا خبرې له سره پیل کړې. په دوحه کې د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي اړوندو سرچینو ویلي؛ د دوی لخوا د سولې خبرو لپاره اجنډا بشپړه شوې او د طالبانو مرکچي پلاوي ته سپارل شوې ده.
د دې سرچینو د څرګندونو له مخې، طالبانو جمهوریت غوښتونکي پلاوي ته د خپلې اجنډا د سپارلو لپاره څو ورځې وخت غوښتی دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: په پرونۍ ناسته کې د اجنډا پر موضوعاتو او راټولولو او د پرمختګونو پر څرنګوالي خبرې وشوې. د نن ورځې د ناستې په اړه تر دې دمه پرېکړه نده شوې.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
دغه راز د آسټرالیا لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې له طالبانو غوښتي، چې اوربند ومني.
د ناټو سرمنشي بیا له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي؛ د افغانستان په اړه د ناټو دریځ بدل شوی ندی او د پوځیانو حضور به یې د افغانستان د شرایطو پر بنسټ وي.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي؛ د خبرو پېچلتیا، د اجنډا په جوړولو کې ځنډ، د طالب پلاوي نه لیوالتیا، په هېواد کې دننه د سیاسي اجماع نشتون، د ملي پخلاینې د رهبرۍ په شورا کې د همغږۍ نشتوالي هوکړې ته رسیدل ستونزمن کړي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس په افغانستان کې دوه نیم زرو ته د سرتېرو د شمېر له رسولو وروسته ټینګار کړی، چې که له طالبانو سره د واشنګټن د هوکړه لیک شرایط پلي شي؛ نور سرتېري به هم له افغانستان څخه ووځي.
مایک پینس زیاته کړې؛ هغه ورځ به را ورسیږي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي. په افغانستان کې ستاسو ماموریت د امریکا د امنیت لپاره حیاتي و.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملي پخلاینې عالي شورا مشر او پخواني ولسمشر حامد کرزي ترمنځ په لیدنه کې د تاوتریخوالي پر بیړني کمښت ټینګار شوی.
