تازه خبرونه

طالبانو د دوحې د هوکړې پر بنسټ ډاډمن ګام پورته کړی – خلیلزاد

Published

on

Last Updated on: تله ۵, ۱۳۹۹

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې په انستیتیوت کې یوې غونډې ته ویلي، چې طالبان له امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمن دي او په لویو ښارونو یا امنیتی مرکزونو یې برید ندی کړی.

خلیلزاد څرګنده کړې؛ د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی  او دوی له امریکا سره د تړون له مخې پر لویو ښارونو او ښارګوټو بریدونه ندي کړي او پخپله ژمنه دریدلي دي.

امریکا نړۍ ډاډه کړې، چې د طالبانو د خپلمنځي خبرو پلاوی ځواکمن او ټولګډونه دی؛ ځکه، چې طالبان د خبرو اترو لپاره جدي دي او یو څه یې ترلاسه کړي هم دي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي: طالبان په دې باور دي، چې دغه خبرې اترې باید ډېرې ځواکمنې پر مخ ولاړې شي. د سولې په بهیر کې پرمختګونه رامنځته شوي؛ خو اوس هم ځینې مسلې شته، چې ناندرې پرې روانې دي.

له درې ورځني ځنډ وروسته د طالبانو او حکومت پلاوو د اړیکو جرګه ګیو د سولې خبرو او اجندا جوړولو لپاره ناسته تر سره کړه؛ خو تر دې دمه پایلې ته ندي رسیدلي.

خلیلزاد د امریکا د سولې انستیتیوت ته دا هم ویلي، چې د واشنګتن او اسلام آباد اړیکې د پخوا په پرتله ښې دي او پاکستان ژمنه کړې، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version